د کندوز اوسیدونکي: قومندان نویدک د دوی خپلوان وژلي

د کندز ګڼ شمېر اوسېدونکي د اربکیانو قوماندان نویدک د ظلمونو او تېریو څخه شکایت کړی ، یادو کسانو د نویدک له لوري د ژول شویو خپلوانو عکسونه هم له ځانه سره لرل وايي چې نویدک د بې ګناه وګړو په قتلونو تورن دی او د محاکمې غوښتنه یې کوي ، د دوی په وینا د نویدک په شتون کې د دوی سر او مال په خطر کې دي او له حکومت څخه غواړي تر څو نوموړی محاکمه او په خپله سزا ورسوي . د دوی یو تن عبدالرحمن د حاجي سیف الرحمن زوی تېره ورځ د کندز ولایت مقام ته عارض شوی دی او وايي چې د ده ورور میرویس په ۱۳۸۹ کال کې د کندز ولایت په ښار کې دنده تر سره کوله د حوزې د آمر په اجازه کور ته راغی او د خپل کور سره نږدې په نهر کې د قومندان نویدک او د نوموړي د ملګرو له لوري ور باندې برید وشو او نوموړی یې شهید کړ.
همدارنګه یوې سپین سرې ښځې هم کندوز ولایت ته عریضه کړې او ويلي يې دي چې د دې ځوان زوی د نویدک له لوري شهید شوی او له ولسمشر نه د نوموړي قومندان محاکمه غواړي. دغه ښځه وايي چې که چيرې حکومت سزا نشي ورکولی ماته يې دې يې وسپاري چې غوښې يې وخورم
قوماندان نویدک په کندز ولایت کې په ګڼو قتلونو، غلاوو، او ظلمونو تورن دی.
نویدک په کندز ولایت کې د غیر مسؤوله وسله والو قوماندان دی چې درې ورځې وړاندې په تخار ولایت کې د حکومت له لوري ونیول شو او اوس بندي دی.