د امریکا او پاکستان خپل منځي معامله د منلو نه ده

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي په تماما مانا د افغان حکومت، طالبانو او امریکا د سولې د خبرو ملاتړ کوي، خو په دې برخه کې د امریکا او پاکستان خپل منځي معامله د منلو نه ده.

ښاغلي کرزي د کرزي بنسټ له خوا د پوهاند سید بهاوالدین مجروح په یاد غونډه کې دغه څرګندونې وکړې.

ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې د ارواښاد مجروح د خدمتونو د یادونې تر څنګ د افغانستان روان امنیتي حالت، سولې او د افغانستان په اړه د سیمې او نړۍ د هېوادونو اړیکو او پروګرامونو ته هم اشاره وکړه.

نوموړي د افغان سولې په برخه کې له طالبانو سره د امریکا له خبرو هرکلی او ملاتړ یې وکړ خو ټینګار یې دا وو چې دا خبرې په رښتیا هم په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات سبب شي او افغانان وکولای شي په خپل کور کې د آرام ساه واخلي.

خو په ورته وخت کې یې دا خبردارۍ هم ورکړل، چې د افغانستان پر سر هېڅ ډول بهرنۍ معامله به افغان ولس ته د منلو نه دوي.

حامد کرزي وویل موږ د امریکا له خوا د طالبانو سره د سولې د هڅو په تمامه مانه ملاتړ کو، هیله لرو، چې افغانستان ته سوله راستنه شي، خو په دې برخه کې هېڅ ډول پټه معامله به افغان ولس ته د منلو نه وي

پخواني ولسمشر په دې وروستیو کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله هم ژونه خواشني وښوده او پر بهرنیو ځواکونو په تېره بیا پر امریکا یې غږ وکړ، چې په افغانستان کې خپلې بمبارۍ بندې کړي.

د هغه په وینا د دغه او امریکا تر منځ د اختلاف لوی ټکی همدا و، چې پر ملکي وګړو د بمباریو مخالف و او اوس یو ځل بیا له امریکا غواړي، چې د ولسي وګړو ژوند ته پاملرنه وکړي او خپلې بمبارۍ بندې کړي، ځکه په یوه وخت او سوله او جنګ دواړه نه کېږي.

دغه راز ښاغلي کرزي په وسله والو طالبانو هم ږغ وکړ چې نور له جګړې لاس واخلي، د بل د لاس آله نه شي او سولې ته مخه کړي، ځکه په وینا یې د دغه جګړې زیان یوازې افغانان ویني او ګټه یې نورو ته رسېږي.