پاکستان د طاهر داوړ کورنۍ ته پنځه میلونه ډالر ورکوی

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د طاهر داوړ کورنۍ سره به پنځه میلیونه ډالره مرسته کوی ، د پاکستانی رسنیو څخه په یوه خپاره شوی بیان کې راغلی چې دا اعلان تېره ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شهریار افریدی په اسلام آباد کې د یوې غونډې په ترڅ کې وکړ نوموړی په دې غونډه کې وویل چې د دې پیسو تر څنګ به د نوموړی د کورنۍ یوه غړی ته هم دنده پیدا کوی .

تر دې وړاندې د پاکستان پوځ او ایالتی حکومت د وژل شوی افسر له کورنۍ سره د څلورو میلیونو ډالرو مرستې اعلان کړی و، د پاکستان حکومت د وژل شوی پوځی افسر د وژلو قضیه د پارلمانی پلاوی له لوری څېړل کیږی .

طاهر داوړ چې په خیبر پښتونخوا پورې تړاو لری د اکتوبر په ۲۶مه نېټه د اسلام څخه برمته شو چې وروسته یې بیا مړی په د ډیورند د کرښې تر څېرمه په ننګرهار ولایت کې وموندل شو.
په پاکستان کې د پښتون شغورنې غوځنګ وایی چې طاهر داوړ د پاکستان د حکومت له لوری وژل شوی دی .