fbpx

د هرات چارواکي: په پښتون زرغون ولسوالۍ کې ۳ ملکیان وژل شوي

د هرات امنیتي چارواکي وايي، په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د وسله‎والو طالبانو په برید کې درې ملکیان او یو سیمه‎ییز پولیس وژل شوي.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي‎زاده نن سهار رسنیو ته وویلې چې وسله‎والو طالبانو پرون شپه په پښتون زرغون کې د محلي پولیسو په یوې پوستې برید وکړ او دا تلفات یې واړول.

ولي‎زاده وايي چې د پولیسو په مقاومت کې هم څلور طالب وسله‎وال وژل شوي.

یوې امنیتي سرچینې بیا ویلي چې څلور سیمه‎ییز پولیس په‎دې نښته کې چې د شپې له اتو تر دوو بجو یې دوام وکړ وژل شوي او اووه تنه نور یې د طالبانو له‎خوا یرغمل شوي.