fbpx

انتخاباتو کمېسیون: نن به د یو شمېر ولایتونو د انتخاباتو لومړني پایلې اعلان شي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، ټاکل شوې چې نن هم د یو شمېر ولایتونو د انتخاباتو لومړني پایلې اعلان شي.

دا کمېسیون وايي چې تر راتلونکو درې یا څلور ورځو به د ۳۲ ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړني پایلې اعلان شي.
د دغه کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حق‌پرست نن رسنیو ته وویل  ، ټاکل شوې نن د یو شمېر نور ولایتونو لومړني پایلې هم اعلان شي.

نوموړی وایې “د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر دې دمه د شلو ولایتونو د انتخاباتو لومړني نتایج اعلان کړي، هڅه دا ده چې نن هم د یو شمېر ولایتونو نتایج اعلان ته وسپارو او ټاکل شوې چې په راتلونکو څلور ورځو کې د ۳۲ ولایتونو د انتخاباتو لومړني پایلې اعلان شي.​”

دا چې د ولسي جرګې د کومو ولایتونو د رأیو لومړني پایلې به اعلان شي، ښاغلي حق پرست یې په اړه زیات جزئیات ورنه کړل.

تراوسه یاد کمېسیون د ولسي جرګې د کاپیسا، پروان، میدان وردګو، لغمان، پنجشېر، بامیان، خوست، کونړ، نورستان، تخار، سمنګان، سرپل، دایکنډي، ارزګان، زابل، جوزجان، فراه او نیمروز ولایتونو د انتخاباتو لومړني پایلې اعلان کړي دي.

له انتخاباتي مهالویش سره سم ټاکل شوې وه چې د تېرې عقرب میاشتې په ۱۹مه نېټه د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړني پایلې اعلان شي، خو کمېسیون د ۳۲ ولایتونو دغه نېټه د قوس ۲ او د کابل یې د همدې میاشتې ۱۰ ته وځنډولې، خو اوس چې بیا هم له دوهمې اعلان شوې مودې یو څه موده اوړي کمېسیون لا هم بشپړې پایلې نه دي اعلان کړې.

که څه هم د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه د رأیو د لومړنیو پایلو له اعلانه هرکلی کوي، خو ټينګار کوي چې کمېسیون نه باید د وروستیو پایلو اعلان د لومړنیو پایلو په څېر په ځنډ اعلان کړي.