fbpx

په ارزګان کې ۱۷ طالبان وژل شوي دي

د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي وایي د دغه ولایت په خاص ارزګان او چهارچینو ولسوالیو کې د هوایي بریدونو پرمهال ۱۷ طالبان وژل شوي او ۱۰ نورټپیان دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمې پلي لوا ویاند جګړن خان جان نصرتي وايي  دغه هوایې بریدونه د خاص ارزګان او چهارچینو ولسوالیو په یوشمېر وسله والو طالبانو میشتو سیمو کې د افغان هوایې ځواکونو د A۲۹ طیارو په واسطه شوي دي.

نصرتي وایي د خاص ارزګان په نیکروزو سیمه کې ۱۲ طالبان وژل شوي ۷  نور ټپیان شوي او د هغوی ۶ میله کلاشینکوفونه، ۸ فیره مرمۍ د ۸۲ ملي متره توپ او ۲ قرارګاوې هم له منځه تللي دي.

 د ملي اردو د لوا ویاند وایي په چهارچینو ولسوالۍ کې بیا د هوایې بریدونو پرمهال پنځه طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان د