fbpx

ولسمشر محمد اشرف غني د هسپانیې له دفاع وزیرې سره ولیدل

د افغانستان ولسمشر نن تر غرمې د مخه د هسپانیې له دفاع وزیرې سره ولیدل.

د ارګ له‌خوا په یوه اعلامیه کې راغلي چې په‌ دې لیدنه کې د دوه اړخېزو اړیکو پر پیاوړتیا، د ترورېزم پر وړاندې ګډې مبارزې، د سولې پروسې او د امنیتي او دفاعي سکتورونه پر اصلاحاتو بحث شوی دی.

د هسپانیې دفاع وزیرې ولسمشر اشرف غني ته ویلي چې مادرېد د افغانستان د سولې د هڅو ملاتړ کوي مېرمن مارګریتا روبلیس ویلي چې د هسپانیې حکومت او خلک د افغانستان د خلکو تر څنګ پاتېږي.

ولسمشر غني په بېلابېلو برخو په تېره بیا د امنیتي ځواکونو د روزنې په برخه کې د هسپانیې د همکارۍ ستاینه وکړه.

په‌دې لیدنه کې په کابل کې د هسپانیې سفیر هم شامل وو