دولسم پړاو د هند غوره لیګ بولۍ لپاره (۲۷) افعان لوبغاړي راجستر شوي

د هند غوره لیګ چې هرکال په دوامداره توګه  ترسره کېږي د سږني( ۲۰۱۹) کال دولسم پړاو غوره لیګ لپاره به ( بولۍ) یا د لوبغاړو د پلور مراسم د روانې ډسمبر میاشتې پر( ۱۸) مه نېټه ترسره شي.

د راتلوونکي دوولسم پړاو ای پي ایل سیالیو لپاره چې یوازې د( ۷۰ ) لوبغاړو د اخیستو تشه موجوده ده، خو ډېرو ( ۱۰۰۳ )لوبغاړو تراوسه پورې ځانونه راجسټر کړې دي چې پدې کې( ۲۳۲ ) بهرنیو لوبغاړو هم نوم لیکنه کړې

په را جسټر شوو لوبغاړو لیست کې( ۸۰۰)  یې په لومړي ځل لوبه کوونکو لوبغاړو نومونه  شامل دي چې ۷۴۶ یې یوازې هندي لوبغاړي دي.

د نیلامۍ پړاو لپاره د بهرنیو هېوادونو څخه زیات شمېر راجستر شوي لوبغاړي له سوت افریقې هېواد څخه دي ټول( ۵۹) لوبغاړي ، د اسټرالیا څخه (۳۵) لوبغاړي، د ویسټ انډیز څخه (۳۳)، سریلانکا څخه (۲۸)، افغانستان څخه (۲۷) نیوزیلاینډ څخه (۱۷) ، انګلستان څخه (۱۴)، ینګله دېش (۱۰) او زمبابوې څخه( ۵) لوبغاړو نوم لیکنه کړې.

دولس پړاو (ای پي ایل) د( ۲۰۱۹) کال د مارچ پر(۲۹) مه نېټه د اته لوبډلو ترمنځ پیلیږی د بلې( مۍ) میاشتې پر (۱۹) مه نېټه پای ته رسېږي.

په( ای پي ایل) کې لوبېدونکې لوبډلې سنرایزرز حیدر اباد،  چینای سوپرکینګ، کلکته نایټرایډریز،  رویال چیلېنجرز بنګلور، راجستان رایلز، کینګز الیون پنجاب ، ډهلي،  او ممبيي انډینز.

د دولسم پړاو د پلور په مراسمو کې به له افغانستان څخه د راشد ،مجیب او محمد نبي پرته ( ۲۷) نور افغان لوبغاړي بولۍ ته  وړاندې شي ځکه دا درې افغان لوبغاړي خپلو لوبډلو له ځان سره مخکې له مخکې ساتلي
 
په یاد لیګ کې د افغانستان څخه په لومړي ځل په لسم پړاو کې( ۲) افغام لوبغاړی محمد نبي او راشد خان ولوبېدل خو په یوولسم پړاو کې څلور افغان لوبغاړي محمد نبي، راشد خان سربېره مجیب ځدران او ظاهر خان هم واخیستل شو او ښه وځلېدل.

خو داځل به یې وخت ثابته کړي چې له افغانستان څحه( ای پي ایل) کوم  لوبغاړي مخه کولی شي.