د هلمند د کرکټ لوبغالي کارونه اويا فېصده ترسره شوي

کلونه وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ د مشرانو او د ملي  لوبډلې  د لوبغاړو په شتون په هلمند کې د کرکټ بورډ په همکارۍ د کرکټ لوبغالي د جوړېدو ډبره ایښودل شوې وه  چې د یاد لوبغالي چارې تر اوسه پورې په یاد ولایت کې روانې دي  او تر یوه حده رسېدلي دي د ا لومړی ځل دی چې په هلمند کې یو معیاري د کرېکټ لوبغالی جوړېږي.

 د یاد لوبغالي جوړېدو چارې کرکټ بورډ یو شرکت ته سپارلې وې چې د یو څه ستونزو له امله کار یې ټکنی شوی و خو د کرکټ د لوبغالي د جوړوونکي شرکت مسؤل انجنير امان الله وويل چې په نوي قرارداد کې ورته شپږ مياشتي نور وخت هم ورکړل شوی چې په سم ډول جوړ شي په اسانۍ سره پاتې کارونه ختم کړي.

 نوموړي زياته کړه له ياد وخت څخه يوه نيمه  مياشت وخت تېر شوی او شاو خوا څلور مياشتو جريان کې به د لوبغالي کارونه بشپړ شي

 بلخوا د هلمند د کرکټ آمر جانان فولاد وال وويل چې د کرکټ د جوړيدونکي لوبغالي روانې چارې د ښار سازي انجينران څاري او ورڅخه ليدنه کوي.
 ياد لوبغالی لښکرګاه ښار ته څېرمه کوچني کاريز سيمه کې په شل جريبه ځمکه کې جوړيږي.

په ورته وخت کې د هلمند ولایت یو شمېر د کرکټ لوبغاړي او اوسېدونکي خوښ دي چې افغان کرکټ بورډ په هلمند ولایت کې د کرکټ لوبغالي جوړېدو هڅه وکړه.

د یاد ولایت د لښکرګاه  ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې نوم یې فضل الله دی  وایې: (مونږ ډېر خوښ یو چې په هلمند کې یو بشپړ لوبغالی د جوړېدو په حال کې دی او له بورډ نه مو هیله ده چې په راتلونکې کې هم یاد ولایت ته ډېر پام وکړي.)

د دې ترڅنګ د کرېکټ لوبې یو لوبغاړي وویل: (مخکې به مو تش میدانونو نا امنه سیمو سړکونو کې لوبه کوله دا چې لوبغالی جوړېږي زمونږ هلمندي ځوانان به هم خپلې وړتیاوې وښایې پر دې میدان باندې)

هلمند کې د کرکټ لوبغاړي د لوبغالي د نشتون له امله له سختو کړاوونو څخه د تېريدو په حال کې دي او ورته لومړی ځل دی چې د بورډ په همکارۍ
 ورته د کرکټ لوبغالی جوړیږي.

سمیع سیرت