fbpx

په وروستیو عملیاتو کې ۳۰۰ وسله وال وژل شوي

غزني ولایت کې د افغان ځواکونو له خوا په تندر عملیاتو کې تر دې مهاله ۳۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي.

د غزني امنیتي چارواکي  زیاتوي، دغه عملیات له څه مودې راهیسې د دې ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې پیل شوي دي.

د غزني امنیه قوماندان غلام داود تره خېل وايي ، د عملیاتو له پیل راهیسې په ناوه، ګیلان، مقر، او قرباغ ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو ۳۰۰ وسله وال طالبان وژلي دي.

د امنیه قوماندان په خبره دوی په پلان کې لري، چې د غزني په ده یک او خواجه عمري ولسوالیو کې هم ډېر ژر حکومتي ادارې له سره فعالیت پیل کړي.

تره خېل وايي، د امنیتي ځواکونو دوهم پلان دا دی، چې د کابل – کندهار پر لویه لار چاڼیز عملیات پیل کړی تر چې هغه سیمې له طالبانو پاکې کړي، چې وړاندې یې پرې له یو شمېر خلکو پیسې اخیستې.

په ورته وخت کې د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري ویلي په مالستان او جارغوري کې هم تر عملیاتو وروسته امنیت ښه شوی او ډېر ژر به زر سرتېري هلته ځای پر ځای شي.