سوله به په هېواد کې نورې پانګونې ته هم لار هواره کړي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد له اقتصادي فعالانو سره په لیدنه کې ویلي، چې سوله به په هېواد کې نورې پانګونې ته هم لار هواره کړي.

ولسمشر د سولې په اړه د مشورتي ناستو په لړ کې د افغانستان د اقتصادي فعالانو سره کتلي دي.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وایي، دغه لیدنه چې په ارګ کې تر سره شوه، په کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې سرپرست خانجان الکوزي، د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې ريیسې منېژې وافق، د صنایعو او کانونو خونې ريیس شېرباز کمین زاده او یوه پانګوال ذبیح الله زیارمل د نورو په استازیتوب د سولې په اړه د ولسمشر د برنامو او هڅو هرکلی او ملاتړ وکړ.

سرچینه وايي، دغه اقتصادي فعالانو په خپلو خبرو کې و ویل، چې سوله یوه اړتیا ده او د سولې له برکته پانګونې او اقتصادي ودې ته لا زیاته زمینه برابرېږي.

خبرپاڼه وايي، اقتصادي فعالانو په هېواد کې د سوداګرو او پانګوالو پر خوندیتوب ټینګار وکړ او له ولسمشره یې وغوښتل چې د سترو پانګونو جذبولو ته دې زیاته پاملرنه وشي.

بلخو ولسمشر غني هم په خپلو خبرو کې وویل، چې سوله د پانګونې لپاره ښه فرصت برابروي او د سولې پروسه د خلکو له سترګو پټه نه شي پاتې کېدای.

هغه زیاته کړه، حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي نوملړ اعلان کړی او د خصوصي سکتور په ګډون د خلکو د ټولو اقشارو لپاره په مشورتي بورډ کې ځای په پام کې نیول شوی او له تاسې سره به په هر پړاو کې مشوره کېږي.