fbpx

د کابل ولایت د ولسي جرګې ټاکنې باطلې اعلان شوې

د افغانستان د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون د یوې خبري غونډې پر مهال د کابل د ولسي جرګې تېرې ټاکنې باطلې او لغوه اعلان کړې.

د یاد کمېسیون ویاند علي رضا روحاني په یوه غونډه کې وویل، دا چې د کابل د ولسي جرګې په ټاکنو کې د درغلۍ او شکایتونه زیات و، نو ځکه د شکایتونو کمېسیون پرون په یوه غونډه کې پرېکړه وکړه، چې د کابل د ولسي جرګې ټاکنې باید لغوه اعلان شي.

نوموړي د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه تر ۲۰ زیات داسې مواد هم په ګوته کړل، چې له مخې یې باید دغه ټاکنې لغوه اعلان شي.