ناټو په افغانستان کې روان حالت کړکېچن بللی

د ناټو سرمنشي ینس سټولتنبرګ په افغانستان کې روان حالت کړکېچن بللی او وايي ناټو له همدې امله په دې هېواد کې خپل حضور نه کموي.

ستولتنبرګ دغه څرګندونې بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په پای کې خبریالانو ته وکړې.

نوموړي زیاته کړه، ناټو ځکه په افغانستان کې خپل حضور نه کموي، چې په دې هېواد کې حالت کړکېچن دی او طالبانو بریدونه زیات کړي دي.

د هغه په وینا که څه هم له طالبانو سره د سولې خبرې روانې دي، خو د هغوی د بریدونو زیاتېده چې د امتیاز تر لاسه کولو په موخه ده د اندېښنې وړ ده.

د ناټو سرمنشي وايي، د دې لپاره چې په افغانستان کې وضعیت ښه شي او د افغان ځواکونو روزنې او سلامشورو ته پام او ملاتړ زیات شي ناټو به په دغه هېواد کې وي.

هغه یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د سولې لار خپله کړي، ځکه د دغه په خبره طالبان په جګړه کې نه شي بریالی کېدای.

ستولتنبرګ له پاکستان او د سیمې له نورو هېوادونو هم وغوښتل، چې د افغانانو په مشرۍ د افغان سولې ملاتړ او په دغه هېواد کې د ثبات له پاره همکاري وکړي.