دفاع وزارت: په غزني کې عملياتو د وسله‌والو تحرکات کم کړي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په غزني ولايت کې وروستيو پوځي عملياتو د دولت د مخالفو وسله‌والو تحرکات کم کړي دي.

تردې مخکې د افغانستان پوځي چارواکو په غزني کې د پاکستاني اتباعو په ګډون د لسګونو وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکړى و.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند غفور احمد جاوېد تېره شپه رسنیو ته وويل:

نوموړي ویلي “دغه بريدونه ډېر موثر تمام شوي دي. چې له يوې خوا افغان  امنيتي او دفاعي ځواکونو د تلفاتو مخنيوى شوى، له بلې‌خوا وسلوالو د روزنې مرکزونه او ډيپوګانې هم په نښه شوي چې د امن په راوستلو کې مهم رول لري.”

ښاغلي غفور وويل چې وړمه شپه د غزني په ګيلان او ناوې ولسواليو کې د کومانډو ځواکونو په ځانګړو پوځي عملياتو کې٦٠ وسله‌وال وژل شوي دي. د ده په خبره په وژل شوېو کې ٤٠ تنه د پاکستان اتباع دي.

همدا راز دفاع وزارت وايي، د غزني په جاغورۍ ولسوالۍ کې ٢٥ وسله‌وال او په خوګياڼو ولسوالۍ کې ١٢ وسله‌وال په هوايي حملو کې وژل شوي دي.

د دولت کومې مخالفې ډلې د دفاع وزارت د دغې ادعا په اړه تبصره نه‌ده کړې.