شهزاد: د راروان نړيوال جام نیمه پاى لوبې ته به ځان رسوو

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې برید کوونکی توپ وهونکی محمد شهزاد محمدي وایې باوري یم پر خپلو لوبغاړو چې د راتلونکې نړیوال جام نیمه پای لوبې پورې ولاړ شو.

شهزاد محمدي چې اوسمهال د هند په چینای ښار کې د ملي لوبډلې لوبغاړو سره په ګډه په تمريناتو بوخت  دی تازه یې د کرکټ نړیوالې شورا ویپاڼې
(ای سي سي )  سره په مرکه کې ویلې افغانستان کولی شي د کرکټ هرې پیاوړې لوبډلې ته ماتې ورکړي.

نوموړي وویل :  یوه ورځ به داسې هم راشي چې په اسیا کې افغان لوبډله هر ټیم ته ماتې ورکوي ، نورې لوبډلې به له مونږ سره په اسانۍ سره سیالۍ ترسره نکړي شهزاد په یاده مرکه کې وایې زمونږ د لوبغاړو توپ وهنه ډېره ښه شوې په توپ وهنه کې ستونزې له منځه تللي دي

همدارز محمدي ویلي د توپ اچوونکو په برخه کې  اوس مهال مونږ ښه چټک توپ اچوونکي لکه آفتاب عالم، دولت ځدران  لرو او سپېنرانو په اړه خو تاسې خپله پوهېږۍ چې مونږ سره څوک څوک دي نو له همدې کبله مونږ راتلونکې  نړیوال جام نیمه پای لوبې  ته لار پیدا کولی شو.

شهزاد همداراز (ای سي سي) سره په یاده مرکه کې داهم  ویلي که په لوبه کې توپ سپین وي، که سور وي کولی شم چې ښه لوبه پرې وکړم، هغه وویل زه طبعي لوبه کوم که بال د لوبې په هر فارمټ کې زما په قوي زون را برابر شي پر هغې زه ښه لوبه کوم او بونډري پرې ترلاسه کوم.

محمد شهزاد محمدي  د افغان ملي لوبډلې لپاره ټولې( ۷۶) یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي چې په یادو لوبو کې افغانستان لپاره یې ټولې(۲۵۰۸) منډې جوړې کړي په یوې سیالۍ کې په یوازې ځان یې ( ۱۳۱) منډې هم جوړې کړي.

شهزاد همداراز په یادو سیالیو کې( ۵) سلیزې( ۱۳) پنځوسیزه هم وهلي ( ۲۹۲) څلوریزې او(۵۳) شپږیزې هم په یو ورځنیو لوبو کې وهلي شهزاد یو ښه ویکټ کیپر هم دی ده په یادو لوبو کې( ۲۴) کیچونه نیولي او (۵۹) سټمپونه یې کړي.

د یادونې وړده چې افغان ملي لوبډلې لوبغاړي همدا مهال د هند په چنای ښار کې په تمریناتو بوخت دي د بورډ د معلوماتو له مخې افغانستان به په یاد ښار کې نږدې یوه میاشت نور تمرینات هم وکړي چې موخه یې لوبډله په پوره توګه راتلونکې (۲۰۱۹) نړیوال جام ته چمتو کول دي.