د کندز په امام صاحب کې د ۶۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت سړک جوړېږي

د کندز سیمه‌ییز چارواکي د امام صاحب ولسوالۍ د ښار د ۱۲ کیلومتره سړک جوړولو د چارو د پیلېدو خبر ورکوي چې څه باندې ۶۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

د کندز د فواید عامې ریاست رئیس محمد رحیم رحمتي  په دې اړه رسنیو ته وویلې:

“د امام صاحب ولسوالۍ د ښار د سړک ساختماني کار رسماً پیل شوی او په ۱۸ میاشتو کې به په اساسي ډول ګټې اخېستنې ته وسپارل شي او له کبله به یې د خلکو همیشنۍ ستونزې هواري شي.”

بل خوا د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي د دغې لویي پروژې د کار پیلېدو له کبله خوښي څرګندوي او زیاتوي چې د امنیت په ټینګښت کې او دغه راز د ورانکارو ډلو د شومو کړنو په مخنیوي کې له افغان ځواکونو سره همکاري کوي، څو په سیمه کې امنیت تأمین شي او خلک د ژوند له اساسي سهولتونو څخه برخمن شي.

د امام صاحب ولسوال بیا وايي چې په نېږدې ورځو کې به په دغې ولسوالۍ کې د درې نورو لویو پروژو کار پیل شي، لکه:

د شاهروان د اوبو د سربند جوړول.د ترکمن کانالاو د قیام د اوبو د کانالونو جوړول په کې شامل دي او پلي کولو سره به یې زرګونو کسانو ته د کار زمېنه هم برابره شي.