افغان کرېکټ  ملي لوبډلې ته (۲۰۱۸) کال څومره ارزښتمن و ؟

افغان ملي لوبډلې په وروستیو دوه کلونو کې ډېرې لاسته راوړنې درلودې چې په دې لاسته راوړنو کې یوه ستر ویاړ دا و چې افغان ملي لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا یا (ای سي سي) څخه د ټېسټ کرکټ کولو یا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ دا ویاړ افغانستان په (۲۰۱۷) کال کې ترلاسه کړی و.

د دې ترڅنګ افغانستان په سږنی( ۲۰۱۸) کال کې د (۲۰۱۹) کال نړیوال جام ته د لارموندنې پړاو سیالیو اتلولي هم وګټله چې په راتلونکې نړیوال جام کې به ولوبېږي همدارنګه زمبابوې لوبډلې ته یې هم پرله پسې سیریزونو کې ماتې ورکړې همدارنګه بنګله دېش او ایرلینډ ته یې هم پرله پسې ماتې ورکړې.

افعان لوبډلې په سږني (۲۰۱۸) کال اسیا جام کې هم ښې لاسته راړنې درلودې چې د کرېکټ په تاریخ د ویسټ انډیز،  بنګله دېش، زمبابوې، ایرلینډ وروسته یې پنځمه بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډله سریلانکا هم ماته کړه او هند سره یې د ډېر مقاومت وروسته سیالي مساوي پای ته ورسوله افغان لوبډله په دې سیالیو کولو سره نړۍ ګوته پر غاښ کړې وه.

دا چې هره لوبډله په یوه یوه کال کې څومره لوبې کوي څومره، لاسته راوړنې لري، څومره یې بایللې، څومره یې ګټلي، د ګټلو فیصدي دا هرڅه د کال په پای کې وړاندې کوي.

 چې آیا دې لوبډلې ته یاد کال څومره ارزښتمن و؟

افغان کرکټ بورډ هم نن ورځ یو انځور د( ABC) پر فسبوک پاڼه باندې خپور کړی چې د افغان لوبډلې په (۲۰۱۸) کال کې لاسته راوړنې ویاړونه، ماتې ، د ګټلو فیصدي دا هرڅه یې په کې ذکر کړي.

په یاد کال کې د کریکټ نړیوالو لوبو دریو فارمټونو یادونه شوې د شل اوریزو سیالیو،  پنځوس اوریزو او ټېسټ سیالیو د ګټلو بایللو ګراف یې ښودلی

په سږني (۲۰۱۸) کال کې افغان ملي لوبډلې په شل اوریزو سیالیو کې ټولې( ۷) لوبې کړي چې اوه واړه سیالۍ یې ګټلي کومه سیالۍ یې نه ده بایللې اونه یې  کومه سیالۍ بې پایلې پاتې شوې چې د  ګټلو فیصدي (۱۰۰) پر سلو کې ده  .

همدارنګه په (۲۰۱۸) کال کې افغان ملي لوبډلې ټولې (۲۰) یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي چې له دې لوبو  څخه یې( ۱۲) دولس ګټلي( ۷) یې بایللې او یوه یې په اسیا جام کې دهند خلاف مساوي شوې وه په دې سیالیو سره د افغانستان د ګټلو فیصدي په سلو کې (۶۰) سلنه ده.

همدارنګه افعان ملي لوبډلې په (۲۰۱۸) کال کې یوه تاریخي ټېسټ لوبه هم ترسره کړې چې هغه یې د هند خلاف بایللې یاده لوبه د افغانستان په تاریخ کې لومړنۍ ټېسټ لوبه وه.

اوس مهال افغان ملي لوبډله په یو ورځنیو سیالیو کې د سریلانکا او ویسټ انډیز وروسته د (۲۳۹۴)  نمرو په درلولو سره په لسم مقام کې ځای لري.

په شل اوریزو سیالیو کې افغان لوبډله د نیوزیلینډ او ویسټ انډیز وروسته په اتم مقام کې د  (۲۷) سیالیو په کولو سره (۲۴۹۰) نمرې لري.

همدارنګه په ټېسټ سیالیو کې افغان لوبډله په ( ۱۰)غوره لوبډلو لا تر اوسه نه ده راغلې.

 خان وزیر عابد