fbpx

په افغانستان کې د چیني پانګوالو له پانګونې ملاتړ کوو

ډاکتر عبدالله وايي، افغانستان د چیني پانګوالو له پانګونې هر ډول ملاتړ او ورته د زمینې برابرولو ته چمتو دی.

ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې د چین بازار د تنظیم په چارو کې د چین د وزیر ښاغلي ژنګ ماو سره لیدنه کې کړې.

د اجرائیه ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلي ماو وویل، چې هېواد یې د افغانستان د تلپاتې پراختیا، په افغانستان کې له پانګونې، اقتصادي او سوداګریزو هڅو ملاتړ او همکاري کوي.

د هغه په وینا چین په افغانستان کې د چیني پانګوالو له لوري له پانګونې ملاتړ کوي او کوښښ چې نور پانګوال هم په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

دغه راز نوموړي ټینګار کړی، چې دوی په خپل هېواد کې هم د بهرنیو سوداګرو په ځانګړي ډول د افغان پانګوالو او سوداګرو لپاره د همکارۍ ښه فرصتونه برابر شوي دي.

نوموړي ویلي، چین د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د اصلاحاتو غوښتنه کوي څو د سوداګرۍ ښه زمینه برابره او په مقرراتو کې لازم اصلاحات رامنځته شي.

په ورته وخت کې ډاکټر عبدالله د چین د بازار د تنظیم په چارو کې د دولت وزیر ته ویلي، افغانستان د چیني پانګوالو له پانګونې هر ډول ملاتړ او ورته د زمینې برابرولو ته چمتو دی.

نوموړي زیاته کړې، چې چین دې له افغانستان سره د سوداګرۍ د نړیوال سازمان نه د ښې استفادې لپاره خپلې تجربې شریکې کړي څو افغانستان هم د دې سازمان په معیارونو برابر او ترې ښه استفاده وکړي.

د ښاغلي عبدالله په ویناافغانستان د خوړو د ملي ادارې جوړولو هوډ لري او چین کولای شي په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

باید و ویل شي، چې په دې ناسته کې د چین د بازار د تنظیم په چارو کې د دولت وزیر له افغان سولې هم ملاتړ اعلان کړ او په دوه اړخیزو اړیکو هم بحثونه وشول.