سر نیکولس په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی وټاکل شو

په کابل کې د برتانیا سفیر سر نیکولس د ناټو له خوا په افغانستان کې د خپل ملکي استازي په توګه ټاکل شوی دی.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د کارنلیوس زیمرمن پر ځای د سر نیکولس د ټاکل کېدو اعلان وکړ.

سټولټنبرګ د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په پای کې وویل، خوشحالی دی چې دا اعلانوي، چې سر نیکولس په افغانستان کې د ناټو د ملي استازي په توګه وټاکل شو.

سرنیکولس اوس مهال په کابل کې د برېتانیا د سفیر دنده پر مخ وړي او ټاکل شوې خپل نوی ماموریت راتلونکي کال په مارچ میاشت کې پیل کړي.

تر ده وړاندې کارنلیوس زیمرمن چې یو جرمنۍ دیپلومات و په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي په توګه دنده پر مخ وړله.