افغان حکومت: پاکستان طالبان د خپل بهرني سیاست یوه وسیله ګڼي

د افغانستان حکومت وايي، پاکستان ته د طالبانو د یوه پلاوي سفر ښيې چې اسلام آباد له دې ډلې سره څومره نژدې اړیکي لري.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون وایې، افغانستان په وار وار ویلي دي چې پاکستان پر طالبانو پراخ نفوذ لري او له دې ډلې په خپله ګټه کار اخلي.

نوموړی زیاتوي:

“پاکستان پر طالبانو ډېر نفوذ لري او پاکستان په پرله پسې ډول طالبان د خپل بهرني سیاست د یوې وسیلې په توګه کارولي دي او اوس هم کار ترې اخلي.”

د راپورونو له مخې په قطر کې د طالبانو د دفتر یو پلاوی په دې وروستیو کې پاکستان ته تللی دی.

یو شمير پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دې پلاوي له پاکستاني چارواکو سره پټې لیدنې کتنې کړي دي.

طالبانو پاکستان ته د خپل پلاوي د سفر په اړه تر اوسه په رسمي ډول څه نه‌دي ویلي.

د پاکستان پوځ د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ وویل، پر طالبانو د پاکستان د پوځ د نفوذ په اړه په څرګندونو کې مبالغه کېږي.