اوکراین پر روسیې د بندیزونو د زیاتېدو غوښتنه وکړه

اوکراین پرون د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان په غونډه کې پر روسیې د بندیزونو د زیاتېدو غوښتنه وکړه اوکراین روسیه تورنه کړه چې د اوکراین پر ضد یرغلیز اقدامات یې زیات کړي.

د اوکراین د بهرنیوچارو وزیر پاولو کلیمکین «Pavlo Klimkin» پرون پنجشنبې د ایټالیا په میلان ښار کې د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان په غونډه کې په دې اړه خبرې کولې.

نوموړي وویل:

“دا یوه بېړنۍ مسئله ده چې نړیوال باید دې یرغل ته سمدستي او ګډ ځواب ورکړي. اعلامیې کافي نه‌دي. باید عملي اقدام وشي.”

له بلې‌خوا د اروپا او یوریشیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وِېس مېچل «Wess Mitchell» ویلي چې د اوکراین په ختیځ او کریمیا ټاپو وزمه کې د روسیې اقدامات، د یوه نسل لپاره د اروپا د تر ټولې سترې بشري فاجعې باعث شوي دي، خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې د اوکراین او د دې هېواد د لویدیځو ملاتړ کوونکو ناوړه اقدامات د کړکېچونو اصلي دلایل دي.

اروپايي ټولنې، متحد ایالاتو او د دوی متحدانو د کریمیا ټاپو وزمې د اشغال او د اوکراین په ختیځ کې د بیلتونپالو د ملاتړ له کبله پر روسیې بندیزونه لګوي دي.