fbpx

د ایمر جېنګ جام سیالیو پیل افغانستان په ماتې وکړ

د (۲۰۱۸) کال اسیایې ایمرجېنګ جام سیالۍ تېره ورځ په پاکستان او سریلانکا هېواد کې پیل شوې په دې سیالیو کې نن افغانستان( ۲۳) کلنې لوبډلې خپله لومړنۍ لوبه د هند خلاف د سریلانکا په کولمبو کې ترسره کړه په لوبه کې هندۍ لوبډلې په (۷۴) منډو  افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د یادې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه هند په ټاکلو پنځوس اورونو کې د( ۸) لوبغاړو په سوځېدو افغان لوبډلې ته د( ۲۸۲) منډو هدف وټاکه

په توب وهنه کې د هند لپاره دیپک هوډا سلیزه ووهله په( ۱۰۵) منډو وسوځېد نېتش رانا( ۲۸) بېنس (۳۴) هېمت سېنګ (۲۲) منډې جوړې کړې.

د افغان لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې فضل الحق (۳) کریم جنت( ۲) او وفادار مومند، قیس احمد ، ظاهر خان یو یو لوبغاړی وسوځوه.

افغان ایمرجېنګ لوبډلې ټاکل شوی د (۲۸۲) منډو هدف پوره نکړ په ځواب کې ټولې (۲۰۷) منډې ۴۵ م اور کې جوړې کړې او سیالي یې پر (۷۴) منډو وبایلله.

افغان لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې احسان جنت (۲۹)، رحمان الله ګربز (۳۹) شاهد کمال (۴۷) او کریم جنت( ۵۸) منډې تر نورو ډېرې جوړې کړې.

د هند لپاره په توپ اچونه کې:  یاداو( ۳) لوبغاړي ماینک مرکنډي (۳) او راجپوټ( ۲) لوبغاړي له مخې پورته کړ.
 سبا ورځ سهار نهه بجې افغانستان په ایمرجېنګ جام کې خپله دوهمه لوبه د سریلانکا خلاف ترسره کوي، همدارنګه په یاد جام کې به هند او عمان هم سره په سیالۍ کې مخ شي.