fbpx

ټرمپ، ټېلرسن یو بې شعوره او تنبل شخص وباله

د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ترمپ خپل د بهرنيو چارو پخوانى وزير ريکس ټېلرسن بې شعوره او تنبل شخص وباله.

ولسمشر ټرمپ وروسته له هغې دا خبرې وکړې چې لومړى ټېلرسن د ولسمشر ټرمپ په اړه په يوه انتقادي مرکه کې ځينې خبرې وکړې.

ښاغلي ټرمپ په ځواب کې پرون په ټوېټر کې د ټېلرسن په باب وليکل:

“دى ډېر بې شعوره و او ما نه شواى کولاى چې د ده له شره ځان ژر بې غمه کړم.”

ولسمشر ټرمپ ويلي، د ټېلرسن ځايناستى مايک پامپيو په عالي ډول خپله دنده مخ ته وړي او زه ورباندې وياړم.

په هغه مرکه کې چې وړمه ورځ له CBS نيوز ټلويزيون خپره شوه، د بهرنيو چارو پخواني وزير ريکس ټېلرسن ويلي، ټرمپ بې ډسپلينه شخص دى چې لوستل، د معلوماتي راپورونو لوستل او د ډېرو مسايلو جزياتو ته تګ يې نه خوښېږي.

ده ويلي، ولسمشر ټرمپ ورڅخه د داسې کارونو غوښتنه کوله چې دى مجبور و چې ورته واضح کړي چې غير قانوني دي.

ريکس ټېلرسن د ٢٠١٧ میلادي کال د فبرورۍ له لومړۍ نېټې د امريکا د بهرنيو چارو د وزير په توګه دنده پيل کړه چې د ٢٠١٨ میلادي کال د مارچ پر ٣١مه د ولسمشر ټرمپ له خوا له کاره لېرې کړاى شو.