fbpx

د ناسا پلټونکې وسيلې په مريخ کې د بادونو غږونه ثبت کړي

د اينسايټ په نوم د امريکا د فضايي تحقيقاتو د ادارې يا ناسا پلټونکې وسيلې د لومړي وار لپاره په مريخ کې د بادونو غږونه ثبت کړي دي.

دغې وسيلې په مريخ کې د خپل فعاليت په لومړۍ اوونۍ دغه اوازونه ثبت او ځمکې ته لېږدولي دي.

ناسا پرون د باد دغه اډيو يا ثبت شوى غږ خپور کړ.

اټکل کېږي چې په مريخ سياره کې د دغو بادونو سرعت په يوه ساعت کې له ١٦ څخه تر ٢٤ کيلومترو پورې رسېږي.

تحقيق کوونکي وايي، دا لومړى وار دى چې د انسانانو غوږونه په مريخ سياره کې ثبت شوى غږ اوري.

د اينسايټ په نوم د ناسا ادارې پلټونکې وسيله د نوامبر پر ٢٦ مه پر مريخ کېناسته.

دغه وسيله د روان ميلادي کال په مې مياشت کې مريخ ته توغول شوې وه.