fbpx

په يمن کې د جګړې له ښکېلو خواوو د UNHCR غوښتنه!

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنيري يا (UNHCR) وايي، د روان کال له اګست مياشتې تر اکتوبره په يمن کې ١٥٠٠ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

يو، اين، ايچ، سي آر پرون په يمن کې د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتنه وکړه چې د ملکيانو د خونديتوب لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.

د دې ادارې په خبره، له يمنه را رسېدلي معلومات ښيي چې د درېيو مياشتو په موده کې هره اوونۍ په متوسط ډول ١٢٣ ملکيان وژل شوي، يا هم ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ايران له ملاتړه برخمنو حوثي ياغيانو او د يمن د حکومت استازو چې د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې ائتلاف يې ملاتړ کوي، پرون د دوهمې ورځې لپاره په سويډن کې وکتل.

د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب دغه مذاکرې د يمن د څلورکلنې جګړې د پاى ته رسېدو په هدف پيل شوي دي.

د يمن په جګړه کې لږترلږه ١٦٠٠٠ ملکيان وژل شوي دي.