fbpx

ټاکل شوې چې ټرمپ به نن د امریکا د نوی لوى درستيز نوم وښيي

ټاکل شوې چې د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د ګډو ځواکونو د لوى درستيز څوکۍ ته د نومول کېدونکي شخص نوم واخلي.

تر ډېره په پام کې ده چې ولسمشر ټرمپ خپل انتخاب نن د سمندري ځواکونو د کلنيو فوټبال مسابقو پر مهال اعلان کړي.

ځينو رسنيو د امريکايي چارواکو په حواله راپور ورکړى چې پرون يې ويلي، ټرمپ ښايي د دې څوکۍ لپاره د جنرال مارک ميلي نوم واخلي.

ښاغلي ميلي په تېرو درېيو کلونو کې د پوځ د مشر په توګه دنده ترسره کړې ده.

که چېرې رښتيا هم مارک ميلي د ګډو ځواکونو د لوى درستيز څوکۍ ته ونومول شي، دى به د سمندري ځواکونو د جنرال جوزيف ډانفورډ ځاى ونيسي.

اټکل کېږي چې ډانفورډ به د ٢٠١٩ میلادي کال په اکتوبر مياشت کې له خپلې دندې لېرې شي.