fbpx

په ایمرجېنګ جام کې سریلانکا افغانستان ته په یوه ویکټ ماتې ورکړه

نن د ډسمبر پر( ۸)مه نېټه د سریلانکا په کوربه توب د (۲۰۱۸)  کال اسیایې ایمرجېنګ جام سیالیو په لړکې افعان( ۲۳) کلنې لوبډلې خپله دوهمه سیالي د سریلانکا خلاف په کولمبو کې ترسره کړه په دې سیالۍ کې سریلانکا افغانستان ته په ( ۱ ) یوه ویکټ ماتې ورکړه

 په دې سیالۍ کې افغان لوبډلې پچه وګټله لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ټولې (۲۱۰) منډې جوړې کړې او د (۲۱۱) منډو هدف یې سریلانکا لوبډلې ته په پنځوس اورونو کې کېښود

د افغانستان لپاره په توپ وهنه کې ترټولو ډېرې منډې کریم جنت( ۶۸) شاهدالله کمال (۳۸) او رحمان الله ګربز ( ۳۱) منډې جوړې کړې .
د سریلانکا لپاره په توپ اچونه کې کمینډو مېنډس (۳) لوبغاړي او لاسېت امبولډیانا هم( ۳) لوبغاړي له مخې پورته کړ.

په دویمه پاڼۍ کې سریلانکا د ( ۲۱۱) منډو هدف په ډېرې سختۍ سره په ( ۴۹.۴ ) اورونو کې د ( ۹ ) لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه کړ او افغان ( ۲۳) کلنې لوبډلې ته یې ماتې ورکړه.

د سریلانکا لپاره په توپ وهنه کې فارینډو( ۳۴) اصیلا ګرنانټون(  ۳۲) کمینډو مېنډس( ۷۱) منډې تر نورو ډېرې جوړې کړې.

د افغان لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې ضیاالر حمان ۳ لوبغاړي ، کریم جنت دوه لوبغاړي عضمت الله عمرزي یو لوبغاړی وسوځوه نورو توپ اچونکو هم یو یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

یاده سیالي سریلانکا(۲۳) کلنې لوبډلې  د لوبې په وروستي اور کې د (۹) لوبغاړو په سوځېدو سره په ډېرې سختۍ وګټله  او افغانستان ته یې پر یوه ویکټ ماتې ورکړ.