fbpx

د افغانستان معلولینو ملي لوبډله هند ته په سفر ولاړه

 د افعانستان معلولینو کرکټ (۱۶) کسیزه ملي لوبډله نن د هند پر لور وخوځېده د افغان کرکټ بورډ ویاند فرید  هوتک (خبریال ویپاڼې) ته وویې چې دغه لوبډله به د هند پر ممبي ښار کې د هند معلولانو له ملي لوبډلې سره  دوه یو ورځنۍ او درې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي .

افغان لوبډله د هند خلاف لومړی د شل اوریزو لوبو  لړۍ سبا ماښام د ډسمبر پر (۹) مه نېټه پیلوي د پیل لوبه به د ماښام پر مهال وي او نورې لوبې به په ترتیب د سهار پر لس بجو ترسره شي د افغان معلولینو لوبډله به نورې سیالۍ په پرله پسې توګه ترسره کړي ، همدارنګه دا لوبې به د هند له خوا په ژوندۍ بڼه له یو ټیوب چینله څخه هم خپرې شي.

دې سیالیو لپاره د افغانستان معلولانو د لوبډلې نوملړ په دې ډول دی:

۱: محمد الله احمدزی۲: طفیل۳: شفیق الله صمیم
۴: نظر محمد۵: نبي الله نبي۶: عبدالله جبارخېل
۷: شیرین اغا۸: عبدالله لېوال۹: شعیب۱۰: اشرف
۱۱: قدرت الله۱۲: حزب الله۱۳: سین الله۱۴: عبید  اکبري۱۵: نثار۱۶: صفت.

د بورډ مسوولینو پر وینا افغان کرکټ بورډ په دې هڅه کې دی چې معلولینو لوبغاړو ته نورې سیالۍ هم برابرې کړي او دایې لوبغاړو ته فرصت وباله چې په سم ډول ترې ګټه واخلي او هیله مندي وښودله چې دواړه جامونه به افغانستان ته راوړي.

دغه راز باید وویل شي چې د دغو لوبو مالي لګښت امریکا غږ خپرنیزې ادارې پر غاړه اخیستی دی.

د  یادولو ده چې تر دې مخکې د افغانستان او هند ترمنځ ۳ سیریزه ترسره شوي چې له ډلې یې دوه افغانستان او یو هند ګټلی دی.