fbpx

په پاریس کې د حکومت ضد په تازه اعتراضونو کې بیا اخ او ډب شوی

په پاریس کې د حکومت ضد په تازه اعتراضونو کې نن د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ بیا اخ و ډب شوی.

راپورونه وايي، پولیسو د شنبې په ورځ د هغو اعتراض کوونکو د مخنیوي لپاره اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه چې د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ په لورې یې د تلو هڅه کوله.

چارواکو د امنیتي تدابیرو د زیاتېدو په ترڅ کې ۳۴۰ کسان نیولي دي.

راپورونه وايي چې په ټوله فرانسه کې شااوخوا ۸۹ زره پولیس ګمارل شوي، څو د روانو اعتراضونو پر مهال د تاوتریخوالي مخه ونیسې.

د تېرې شنبې او یکشنبې په ورځو د دې اعتراضونو پرمهال تاوتریخوالي کې ۱۳۰کسان ټپیان شوي وو.

د ولسمشر ایمانوئل مکرون حکومت د شنبې په ورځ اعتراض کوونکو ته خبرداری ورکړ چې د دوی اعتراضونه سخت دریځې او باغي ډلې په خپله ګټه کارولای شي.

دا اعتراضونه د درېیمې اوونۍ لپاره دوام لري او وروسته له هغې راپورته شول چې د فرانسې حکومت پر تېلو مالیه لوړه کړه.

مکرون د ډیسمبر په ۵ مه نېټه وویل چې دوی به دا مالیه بېرته لغوه کړي.

خو مظاهره چیان پر دې اعلان قانع نه شول، غوښتنې یې زیاتې کړې او اوس وايي چې مالیې دې په عمومي توګه کمې شي او د خلکو مزد دې زیات شي.