fbpx

په فاریاب کې یوه سیمه ییز قوماندان پر جنګ ځپلو خلکو د اسونو غوښه وېشلې

په فاریاب ولایت کې یوه سیمه ییز قوماندان له لوږې سره د مخامخ کسانو د ژوند د ژغورلو لپاره شل اسونه حلال کړي دي.

په فاریاب ولایت کې یو سیمه ییز قوماندان ادعا کوي چې د پښتون کوټ ولسوالۍ اړوند د سرحوض کلی د طالبانو له لوري محاصره شوی او خلک د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

په دغه ولایت کې د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان ولي محمد یوې رسنۍ ته ویلي چې ده تراوسه شل اسونه حلال کړي او غوښې یې د یاد کلي په خلکو وېشلې دي.
نوموړی وایې “د اسونو غوښې مو په هغو کسانو باندې وېشلي چې بې وزله دي، پلرونه یې له لاسه ورکړي او هم هغو ښځو ته چې مېړونه یې ایران ته مهاجر شوي، ځکه مې اسونه ذبحه کړل چې خلک له مړینې وژغورل شي.”

په ورته وخت کې د فاریاب د والي ویاند احمد جاوید بیدار د یاد قوماندان له لوري د اسونو د ذبحې کېدو په اړه بې خبري ښيي او وايي چې که چېرې ولي محمد دا کار کړی وي، ښه اقدام دی.

د نوموړي په وینا، له دې وړاندې د فاریاب ولایت د سرې میاشتې له لوري د سرحوض کلي اوسېدونکو ته دوه موټره مواد توزیع شوي وو.

تېره اوونۍ د فاریاب سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ویلي وو چې په پښتون کوټ ولسوالۍ کې سلګونه کورنۍ د طالبانو له لوري محاصره شوي دي.

د یادو چارواکو په خبره، وسله والو طالبانو د سرحوض کلي د تګ راتګ لاره بنده کړې ده او حتی یاد کلي ته غذايي مواد د انتقال اجازه هم نه ورکوي.

که څه هم وسله والو طالبانو د یادې سیمې محاصره نه تأییدوي، خو تېره اوونۍ د فاریاب سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ویلي وو چې په دغه سیمه کې د لوږې له امله دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د یادونې وړده چې له دې پېښې پنځه ورځې وړاندې افغان پوځیانو یوه ورځ روژه ونیوه او د غذايي موادو یو ورځنۍ ونډه یې د یاد کلي پر خلکو ووېشله.