fbpx

د ولسمشر غني ۸ جالب نوښتونه!

ليکوال : ګل اقا ضمیري

ولسمشر محمد اشرف غني، واک ته له رسیدو سره سم د نظام په چوکاټ کې د نورو ګڼ شمیر نویو اقداماتو ترڅنګ د دولتدارۍ په سیستم کې ۸ مهم او بې ساري نوښتونه وکړل، چې د دغه نوښتونو په رامنځته کیدو او تطبیق سره په تیرو شاوخوا څلورو کلونو کې د حکومتدارۍ په مختلفو عرصو کې بې ساري او مثبت تحولات رامنځته شول.

دغه نوښتونه د ولسمشر غني په وړاندیز او رهبرۍ د عالي شوراګانو جوړول وو. کله چې ولسمشر غني د افغانستان د لومړي مسئول په توګه د نظام په رهبرۍ کې خپل مسئولیت پيل کړ، نو د خپلې ژمنې سره سم یې، له فرد څخه نهادونو ته د واکونو په انتقال هم پیل وکړ او د مختلفو ملي مسایلو د مختلفو سیاسي، فرهنګي، اقتصادي او یو شمیر نورو چارو د مدیریت، هماهنګۍ او تصمیم ګیرۍ لپاره یې لاندې اته شوراګانې جوړې کړې:

  1. د ښارونو د پراختیا عالي شورا
  2. د اقتصاد عالي شورا
  3. د اداري اصلاحاتو عالي شورا
  4. د بشري سرچینو عالي شورا
  5. د اوبو او ځمکو عالي شورا
  6. د قانون د حاکمیت او له اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا
  7. د خلکو د ګډون، د خدمتونو د عرضې او د فقر ټیټوالي عالی شورا
  8. د کډوالو د چارو عالي شورا

په یادو شوراګانو کې، چې یوازې مشرتوب او د غونډو نتیجه ګیري یې د ولسمشر په لاس کې ده، د اړوند نهادونو مختلف استازي پکې حضور لري، د مختلفو ملي موضوعاتو په اړه بحث او پریکړې کوي.

ولسمشر غني د مدني ټولنو سره د یوې غونډې پر مهال د یادو شوراګانو په اړه وویل: ” موږ عالي شوراګانې جوړې کړې، چې په دغه شوراګانو کې ټول مسئولین په ازادانه ډول خپل نظر څرګندولی شي، او ټولې پریکړې او تصمیمونه پکې په مشترکه بڼه نیول کیږي، ما ژمنه کړې وه، چې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې به بنسټیز نهادونه جوړ شي، تصمیم باید شخصي، قومي او سمتي نه وي بلکې همدغه نهادونه به تصمیم نیونکي وي، زه تنها ددغو شوراګانو بحثونه جمع بندي کوم او هر غړي ته یې د نظر څرګندولو حق ورکړل شوی دی.”

په جمهوري ریاست کې ددغو جوړو شوو عالي شوراګانو په غونډو کې د مدني ټولنو او خصوصي سکتور ځیني غړي هم برخه اخلي او په دې توګه له مختلفو ملي موضوعاتو څخه خبریږي او همدارنګه کولای شي، چې خپل نظر پکې څرګند کړي.

ددغه شوراګانو جوړیدل ځکه مهم ابتکارات بللی شو، چې د مدني ټولنو او خصوصي سکتور د استازو د ګډون له امله پکې  د حکومت په ګڼ شمیر تصمیم ګیریو کې د خلکو پراخ ګډون ته زمینه برابره شوې ده.

ددغو عالي شوراګانو بله مهمه ځانګړنه داده، چې پکې د مختلفو نهادونو او دولتي ادارو مسئولین ګډون کوي او د دوی د ګډ کار او مشترکو حل لارو په وړاندې کولو سره د ستونزو حل ته بنسټیزې لارې لټول کیږي. ددې ترڅنګ د ملي مسایلو د تعقیب لپاره د ټولو ګډون لرونکو غړو ترمنځ په پوره همغږۍ واحده پریکړه ترسره کیږي. په شوراګانو کې د اړوند برخو د پالیسیو، طرز العلمونو او کاري ترحو د تصویب لپاره تر ټولو ښه زمینه برابره ده، ځکه چې د شوراګانو استازي کولای شي، چې پکې نظر ورکړي او د رایو په اکثریت یې تصویب کړي.

ددې شوراګانو رامنځته کیدل د افغانستان د دولتدارۍ په سیستم کې تر ټولو اغیزناک او موثر اقدام بللی شو، ځکه چې دا شوراګانې کولای شي چې د ګډ کار او په ملي مسایلو کې د خلکو مشارکت ته تر ټولو آسانه لاره برابره کړي او د اړوند چارو تعقیب او هدف په آرزانه توګه ترلاسه شي.

خوشبختانه باید ووایو، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي وحدت حکومت په چوکاټ کې تر دې مهاله د دولتدارۍ ترڅنګ په ګڼ شمیر نورو برخو کې هم بنسټیز او اغیزمن اقدامات ترسره او ګڼ شمیر نور نوښتونه هم رامنځته شوي دي، چې د افغانستان د خلکو د هوساینې، اقتصادي پياوړتیا او پرمختګ لپاره به په آیند کې هم محسوسې ګټې ولري.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

ليکنه د ليکوال خپل نظر دى، لازمه نه ده چې د خبريال اداره دې ورسره همغږې وي. تاسې هم کولاى شئ چې موږ ته مو خپلې ليکنې د خپراوي لپاره راولېږئ. زموږ برېښناليک: khabarialweb@gmail.com