fbpx

کپل خپل واده په يوټيوب په ژوندۍ بڼه خپروي

د نامتو کامېډي ستوري کپل شرما واده به نه يوازې دا چې د هغه خپلوان او دوستان له نږدې وګوري، بلکې د ټولې نړۍ خلک به وکولاى شي چې د کپل شرما واده په ژوندۍ بڼه په يوټيوب باندې وويني.

د هندي ستوري ترمنځ ودونه تل پټ ساتل کېږي، که د ويراټ کوهلي او انوشکا شرما واده و او که د دپيکا پاډوکون او رنوير سنګ، خو دوى تر خپل وسه هڅه وکړه، چې د واده انځورونه او ويډيوګانې يې بهر راونه وځي او نه يې هم د واده څخه ډېر خلک خبر شي او يا يې په واده کې ګډون وکړي، خو په خپلو خوندورو ټوکو د نړۍ خلک خندوونکي کپل شرما واده به هم ټوله نړۍ په ژوندۍ بڼه وګوري.

په دې لړ کې د کپل شرما په خپل يوټيوب چېنل باندې دوه ويډيوګانې هم خپرې شوې دي، چې د دواړو ويډيوګانو موضوع يې همدا ده، که چاته د کپل شرما د واده د بلنې کارټ نه وي وررسېدلى، نو هغوى دې نه خپه کېږي او د کپل شرما واده دې د هغه په خپل يوټيوب چېنل باندې په ژوندۍ بڼه وګوري.

ياده دې وي چې کپل شرما په ټولنيزو رسنيو د خپل واده کارټ خپور کړى و او اعلان يې کړى و، چې د دسمبر په ١٢مه نېټه به د خپلې ملګرې ګيني سره په جالندر کې واده کوي.