fbpx

د طالبانو یو مهم قوماندان وژل شوی

فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو یو مهم او کلیدي قوماندان ملا نصرت وژل شوی

د ۲۰۹ شاهین قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ملا نصرت مشهور په کرم د فاریاب ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی.

سرچینه زیاتوي، چې په دې جګړه کې د ملا نصرت شپږ ملګري هم وژل شوي خو افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

دغه زار په خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د کندوز په چهار دره ولسوالۍ کې هم د طالبانو یو سیمه ییز قوماندان معلم شېر وزل شوی او یو بل تن یې ټپي شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.