fbpx

افغانستان کې ملکي مرګ ژوبله خطرناکه او د اندېښنې وړ ده

نن په مرکز کابل کې د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي په پار د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له لورې غونډه  د رسنیو په تالار کې  ترسره شوه په په غونډه کې د يوناما د ملکي وګړو د خونديتوب د برخې استازو، ديني عالمانو او حکومتي لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی وو په یاده غونډه کې د حکومتي چارواکو سره د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کمولو په تړاو هر اړخیز بحث وشو.

په دې غونډه کې د یوناما استازي ریچار بېنټ په خپلو خبرو کې وویل چې په افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله خطرناکه او د اندېښنې وړ ده باید جدي پاملرنه ورته وشي همدارنګه د بشري حقونو دخپلواک کميسيون اجرايوي ریئس محمد موسی محمودي وويل چې په جګړه کې پرله پسې مرگ ژوبلې فقر او وېره زياته کړې ده.

  همداراز د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ یا (CPAG)مشر عزیز احمد تسل وویل د وسله والو مخالفینو له بریدو سره سره په دې وروستیو کې د حکومت له لوري تر بل هر وخت ملکي مرګ ژوبله زیاته شوې نوموړي همداراز وويل چې په جګړه کې د قربانيو شو و کورنيو غړو ته دې د حکومت له لوري د مرسته کېدونکو پیسو اندازه  زیاته شي.

په غونډه کې د کابل د ګارنیزیون قومندان جنرال مراد علي مراد دا تایید کړه چې د افغانستان په روانه جګړه کې افغان امنیتي ځواکونو له لورې هم ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړول شوې.

په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو او وسلوالو ډلو له لورې په خپلمنځۍ جګړو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه ډېر شوي چې د تېره اونۍ راهیسې په هلمند،  کندز،  ارزګان او فاریاب ولایتومو کې سختۍ جګړې د وسلوالو طالبانو او افغان ځواکونو له لورې روانې دي چې په دې جګړو کې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

بشري حقونو ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي چې د یوناما د شمېرو له مخې په تېرو لسو کلونو کې اته اتیا زره اته سوه دوه اتیا (۸۸۸۸۲) ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

افغانستان( ۷۰)  کاله وړاندې د ډسمبر پر ۱۰مه د بشري حقونو نړیواله اعلامیئه امضا کړې ده