fbpx

د سېف علي خان لور د (کيدرنات) په بريا ډېره خوشحاله ده

د هندي فلمونو د نوموتي ستوري سېف علي خان لور سارا علي خان د خپل نوي او لومړني فلم (کيدرنات) په بريا سخته زياته خوشحاله ده او وايي چې په راتلونکي کې به هم په همداسې ښو ښو فلمونو کې کار کوي.

د هندي فلمونو د دې نوې ستورې سارا علي خان لومړنى فلم (کيدرنات) مخکې ورځ نندارې ته وړاندې شو، چې فلم کتونکو خوښ کړ. سارا علي خان وويل، چې خلک يې ستاينې کوي او هغه ډېر خوشحاله ده، چې خلکو يې فلم خوښ کړ. هغې زياته کړه، ماته معلومه شوه چې مينه والو زما فلم خوښ کړ او له دوى سره مې ژمنه ده، چې په راتلونکي کې به هم هڅه کوم چې د خپل کار سره زياته خواري وکړم او ښه ښه فلمونو کې کار وکړم.

په دې خبره چې په هندي سينما يوازې د فلمي ستورو د بچو پاچاهي ده، هغې وويل چې دا يوه متنازعه مسئله ده، خو زه په دې ډېره زياته خوشحاله يم، چې خلکو زما فلم خوښ کړ.

ياده دې وي چې د ابيشيک کپور په جوړ کړي فلم (کيدرنات) کې سارا علي خان (مکو) او سوشانت سنګ راجپوت د (منصور) رول لوبولى دى.