fbpx

د طالبانو د وسلو او مهماتو درې زېرمې له منځه وړل شوې

 د افغان هوايي ځواکونو په اروزګان ولایت کې د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو درې لوی پټنځایونه له منځه وړي دي.

ملي دفاع وزارت څخه خپره شوې خبرپانه کې راغلي، افغان هوايي ځواکونو د اروزګان د مرکز اړوند سیمه کې د طالبانو د وسلو پر پټنځایونو بریدونه وکړل.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه بریدونو کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي، څلور تنه ټپیان او ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوی دي.

دغه راز دفاع وزارت وايي، د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې د هوايي برید پر مهال ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.