fbpx

عبدالله د هند سفیر سره پر ځینو موضوعاتو خبرې اترې کړې

اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله او په کابل کې د هند سفیر وینی کمار په یوه لیدنه کې پر ځینو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.

د اجرائیه ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي عبدالله او ښاغلي کمار په سپېدار ماڼۍ کې سره لیدلي دي.

په دغه خپرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو په افغانستان کې د سولې، د سیمه ییزې همکارۍ، د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو او دغه راز اقتصادي او نورو اړیکو په اړه خبرې او بحث وکړ.

اجرائیه ریاست د دې ناستې او خبرو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو افغان او هندي چارواکي پر داسې مهال پر افغان سوله خبرې کوی، چې د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي، د سولې په برخه کې د هند همکاري او مرسته هم اړینه ده.