fbpx

کابل کې د ننني برید له امله د وژل شویو شمېر ۱۲ته لوړ شوی

چارواکي وایي، دا پېښه د پغمان ولسوالۍ اړوند په بالا چنار سیمه کې نن سهار شاوخوا ۹ نیمې بجې رامنځته شوې وه

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش په کابل کې خبري کنفرانس ته په خبرو کې وویل چې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې  د امنیتي ځواکونو د موټرو پر کاروان موتر بم برید له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲ ته رسېدلی دی

هغه ویلي چې په دې برید کې څلور امنیتي سرتېري او اته ملکي وګړي وژل شوي دي. د نوموړي په خبره په وژل شویو کې دوه ماشومان او دوه مېرمنې هم شاملې دي

 د نوموړي د معلوماتو له مخې، په یاد برید کې نهه کسان ټپیان شوي چې ۶ یې سرتېري او ۳ هغه یې ملکیان دي. وسله والو طالبانو د برید پړه پر غاړه اخیستي او ۳۴ امنیتي سرتېرو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.