سوت افریقا د ۷۴ منډو په توپیر اسټرالیا ته ماته ورکړه

خبریال ډاټ کام: د اسټرالیا او سوت افریقا ترمنځ د شل اوریزو سیالیو وروسه د یو ورځنیو سیالیو د پیل په لوبه کې کوربه سوت افریقا د ۷۴ منډو په توپیر سره د اسټرالیا لوبډلې ته ماته ورکړه.

په دغې سیالۍ کې پچه د سوت افریقا لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، دوی په ټاکل شویو پنځوسو اورونو کې اسټرالیا ته د ۲۹۲ منډو هدف د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره وټاکه چې په ډیر ښه شکل سره یې ترې دفاع وکړی شوه.

د سوت افریقا لپار په توپ وهنه کې کلاسېن تر ټولو ډیرې منډې وکړې هعه سلیزه ووهله او پر ۱۲۳ منډو باندې له میدانه ناسوځېدلی ووت، دغه راز ورسره ډیویډ میلر هم چټکه توپ وهنه وکړه، هغه ۷۴ منډې وکړې.

د اسټرالیا لپاره په توپ اچونه کې پاټ کمینس تر ټولو ډیر درې لوبغاړي وسوځول، دغه راز مېچل سټارک هم دوه لوبغاړي او هزلیووډ یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

په دوهمه پاڼۍ کې اسټرالیا د سوت افریقا ټاکل شوی د ۲۹۲ منډو هدف ترلاسه نکړ او ټوله لوبډله یې پر ۲۱۷ منډو په ۴۵ اورونو کې وسوځېدله چې په دې سره یې د ۷۴ منډو په توپیر سیالي بایلوده.

د اسټرالیا لپاره په توپ وهنه کې سټیوین سمېت تر ټولو ډیرې ۷۶ منډې، ډیویډ وارنر ۲۵ او مارنوس په وروستیو کې ۴۱ منډې وکړې، خو هدف یې ترلاسه نکړ.

د سوت افریقا لپاره په توپ اچونه کې لونګي نګیډي تر ټولو ډیر درې لوبغاړي وسوځول، دغه راز شمسي هم دوه لوبغاړي وسوځول او نورو لوبغاړو هم یو – یو لوبغاړی په خپل وار سره وسوځول.

دا د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ لومړۍ لوبه وه چې سوت افریقا په خپله ګټه پای ته ورسوله، له دې وړاندې بیا دوی د شل اوریزو سیالیو سیریز یو پر دوه بایللی و.

اسټرالیا سوت افریقا ته په ۹۷ منډو ماته ورکړه

د دې لوبې غوره لوبغاړی کلاسېن وټاکل شو چې نوموړي نن سلیزه وهلې وه او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.

د سوت افریقا لوبډلمشر ډیکوک وایي،چې د تیرو ناسمو پریکړو وروسته دا ځل غواړي چې په یو ورځنیو سیالیو سیریز کې اسټرالیا ماته کړي.

نوموړي د شل اوریزو سیالیو وروسته په یوې خبري غونډه کې ویلي و، چې ګواکې دوی به په یو ورځنیو سیالیو کې له اسټرالیا غچ واخلي.

دواړه لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو په لوبلړۍ کې دویمه پنځوس اوریزه سیالې د مارچ پر څلورمه نېټه ترسره کوي او وروستۍ سیالي بیا د مارچ پر اوومه نېټه کوي.

دا لوبې د سوت افریقا پر مهال له غرمې را وروسته پیلیږی چې د شپې تر ناوخته دوام کوي.

په دې لوبو کې څلور لوبڅاران د سوت افریقا، دوه د انګلستان او یو د زمبابوې هېواد دی چې په دغو لوبو کې پر بیلابیلو برخو کې د لوبڅارۍ دنده پر غاړه لري.

د یادولو ده چې دواړه لوبډلې د اسټرالیا او افریقا ترڅنګ په ټوله نړۍ کې خورا ډیر مینوال لري چې په همدې توګه یې سیالۍ د نړۍ پر بیلابیلو هېوادونو کې په ژوندۍ بڼه ښودل کېږي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More