fbpx

ټاکنو کمیسیون: تمه ده نن د کابل د رایو بیا شمېرنه پیل شي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، تمه ده چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون به د کابل د رایو د بیا شمېرنې په اړه دوی سره د یو میکانیزم په جوړولو کې مرسته وکړي.

د یاد کمیسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي دغه راز وویل چې د دغه میکانیزم له جوړولو وروسته ښایي نن د کابل د رایو د بیا شمېرنې کار هم پیل شي. د ابراهیمي په خبره د کابل ولایت د رایو د بیا شمېرنې د بهیر درېدل د هېواد د ملي ګټو پر زیان دی او هر څومره ژر چې کېدای شي دغه پروسه باید پیل شي

 ابراهیمي زیاته کړه دوی ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته ټول هغه اړین اسناد او مدارک ورکړي چې هغوی ورته اړتیا لري او دوی هیله لري چې هغوی د دې اسنادو له ارونې وروسته ژر تر ژره خپله وروستۍ پرېکړه وکړي.