fbpx

د دليپ کمار او شاه رخ خان له کيسې خبر ياست؟

ايا د دليپ کمار او شاه رخ خان له دې کيسې خبر ياست، چې دليپ کمار او د هغه مېرمن سايره بانو ولې شاه رخ خان د خپل سکه زوي په څېر ګڼي؟ د دې تر شا يو ځانګړى لامل شته.

نن د نوموتي هندي ستوري دليپ کمار ٩٦مه زيږ ورځ ده، هغه د دسمبر په ١١مه، کال ١٩٢٢ کې د برېتانوي هند په پېښور ښار کې زېږېدلى و، مور و پلار پرې محمد يوسف نوم ايښى و.

د دليپ کمار او سايره بانو اولاد نشته، خو دواړه بيا شاه رخ خان د خپل سکه زوي په څېر ګڼي او زياته مينه ورسره کوي، هغوى ولې شاه رخ خان د خپل سکه زوي په څېر ګڼي، د دې يو لامل شته او هغه لامل سايره بانو په خپله يوه مرکه کې هم ويلى و.

تېر کال سايره بانو په يوه مرکه کې د شاه رخ خان سره د لومړنۍ ليدنې په اړه غږېدلې وه، هغې ويلي و، کله چې شاه رخ خان لومړى فلم (دل آشنا) کې کار کاوه، نو زموږ (سايره بانو او دليپ کمار) ورسره ليدنه وشوه، ما دليپ صېب ته وويل، چې که زموږ زوى و، نو هغه به د شاه رخ په څېر و، ځکه چې د شاه رخ خان او دليپ صېب ويښته بېخي يو ډول و، همدا لامل دى، چې کله هم زه شاه رخ ووينم، نو په ويښتو يې لاس راکاږم. کله چې هغه د دليپ صېب ليدو ته راغى، نو ماته يې وويل، چې په ويښتو مې لاس نه راکاږې؟ دې خبرې اورېدو يې زه زياته خوشحاله کړم.سايره بانو، دليپ کمار او شاه رخ خان

بلخوا شاه رخ خان هم دليپ کمار د خپل پلار په څېر ګڼي او له هغه سره زياته مينه او احترام يې کوي. شاه رخ خان په خپله يوه مرکه کې ويلي و، چې له ماشومتوبه دليپ صېب پېژني. هغه وايي، زما پلار او دليپ صېب دواړه په يوه کوڅه کې اوسېده، په ماشوموالي کې مې له دليپ صېب سره ډېر ځل ليدل شوي و، زما له هغوى سره ډېر نږدې تړون دى.

همدا راز شاه رخ خان وايي، کله چې ما ډېره موده وروسته په دفتر کې د دليپ صېب د ځوانۍ انځور وليده، نو زه حېران شوم، ځکه ما وويل که زما انځور دى، ځکه موږ دواړه بېخي يو شان و، خو له هغه سره ډېرې نږدې اړيکې لرم. دليپ صېب او سايره بانو تل ماته د خپل زوي په څېر کتلي دي.

ياده دې وي چې د دليپ کمار په ٩٦مه زيږ ورځ باندې د هندي سينما نوموتو ستورو هغه ته مبارکي ورکړې او د هغه د روغتيا لپاره يې دعاوې کړي دي.