fbpx

ساره علي خان د خپل فلم کتو لپاره برقع په سر کړه

د هندي سينما د نوموتي ستوري سېف علي خان د لور ساره علي خان لومړنى فلم (کيدرنات) د دسمبر په ٧مه نېټه نندارې ته وړاندې شو او د دې فلم نندارې ته وړاندې کېدو سره يې د دوهم فلم (سمبا) په اړه هم خبرې پيل شوې، چې د همدې مياشت په ٢١مه نېټه پيلېږي. په دې فلم کې د ساره علي خان سره رنوير سنګ په فلم کې کار کړى دى او دا فلم روهيت شيټي جوړ کړى دى.

که يوې خواته په (سمبا) فلم کې د پخوانۍ سندرې (لړکي آنک مارى) باندې په نڅا ساره علي خان هر ځاى د خولو کې په خوله ده، نو بلخوا تازه خبر دا دى، چې ساره علي خان د خپل فلم (کيدرنات) کتلو لپاره سينما ته په برقع کې لاړه.ساره علي خان ١

د ساره علي خان فلم کيدرنات که څه هم ډېر پېسې نه دي ګټلي، خو تر دې مهاله پورې يې ٣٠ کروړه هندي روپۍ کړي دي او فلمي کره کتونکي وايي، چې د دې فلم لپاره دا ښې پېسې دي او ويل کېداى شي چې فلم يې بريالى دى.

که يوې خواته فلم ليدونکو فلم خوښ کړى دى، نو بلخوا د ساره علي خان ستاينې هم روانې دي، همدا لامل و چې ساره علي خان يې دې ته مجبوره کړه، چې د خپل فلم ليدو ته سينما ته لاړه شي، خو چون اوس ټول خلک هغه پېژني، نو د دې لپاره يې برقع واغوسته او په برقع کې سينما ته لاړه.

د ساره علي خان سره د هغې مور او همدا راز د فلم ليکونکى دواړه ول او دواړو په سينما کې ياد فلم وليده، چې وروسته يې بيا د سينما انځورونه هم خپاره کړل.

په دې فلم کې ساره علي خان د يوې هندوې جينۍ او سشانت سنګ راجپوت بيا د يوه مسلمان هلک رول لوبولى دى.ساره علي خان ٢

ياده دې وي چې ساره علي خان نن سبا د خپل دويم راروان فلم (سمبا) په پروموشن کې هم بوخته ده او ويل کېږي چې ياد فلم به يې د دسمبر په ٢١مه نېټه نندارې ته وړاندې شي.