fbpx

په نقل کې عقل دى

د هندي فلمونو نوموتى ستورى عمران هاشمي يو له زيارکښو فلمي ستورو څخه دى، د نوموړى د راروان فلم (چيټ انډيا) لومړى کليپ يا ټرېلر خپور شوى دى.

د (چيټ انډيا) فلم کيسه د هند د تعليمي سيسټم په اړه چورلي. په دې فلم کې عمران هاشمي مرکزي رول لوبولى دى او د فلم لارښود سومک سين دى.

په دوه دقيقه يي کليپ کې ښوول شوي دي، چې عمران هاشمي د يوه داسې کس رول لوبوي، چې د پېسه دارو کورنيو له هلکانو پېسې اخلي او د غريبو کورنيو تکړه هلکانو ته يې ورکوي. چې د دغه پېسه دارو کسانو پر ځاى په ازموينه کې برخه واخلي او هغوى بريالي کړي.

د فلم د دې کليپ له خپرېدو مخکې عمران هاشمي په يوه مرکه کې ويلي و، چې د دې فلم کيسه او نوم ډېر په زړه پورې دي، هغه ويلي و چې د دې فلم کيسه په هغه څو ښو کيسو کې يوه ده، چې ده لوستي دي، هغه وايي چې ډېر خوښ دى چې په داسې يو ښه فلم کې يې کار وکړ. عمران هاشمي وايي چې د فلمي ژوند تر ټولو ښه فلم به يې (چيټ انډيا) وي.

همدا لامل دى چې عمران هاشمي د ټي سيريز او ايلپسز شرکت سره په شريکه په دې فلم باندې پېسې هم مصرف کړي دي.

د فلم لارښود سومک سين هم دعوه کړې ده چې دا فلم به د هر يو هندي زده کړيال لپاره وي، په کومو کې چې دا زور راوړل کېږي، چې بايد ښې نومرې ترلاسه کړي.

دا فلم به راروان کال د جنورۍ په ٢٥مه نېټه نندارې ته وړاندې شي.