fbpx

د (زيرو) فلم نوې سندره (حسن پرچم) او د کترينه کېف نڅا

کترينه کېف که د فلمونو په برخه کې له دپيکا پاډوکون، پريانکا چوپړه او عاليه بټ وروسته ده، خو د نڅا په برخه کې بيا تر ټولو مخکې ده او هېڅوک ورته ځان نه شي رسولاى. د کترينه کېف د (زيرو) فلم نوې سندره چې د (حسن پرچم) په سرليک سره خپره شوې ده، يې تازه بېلګه ده.

د هندي سينما ښايستوکې فلمي ستورې کترينه کېف د شاه رخ خان او انوشکا شرما سره په نوي فلم (زيرو) کې کار کوي. د دې فلم نوې سندره (حسن پرچم) په ټولنيزو رسنيو خپره شوه، چې د فلم مينه والو زياته خوښه کړه، په ځانګړې توګه د کترينه کېف نڅا پکې د خلکو ډېره خوښه شوه.

د دې سندرې پيل د شاه رخ خان نه کېږي، چې د واده په يوه رسم کې ناست وي او يو ملګرى يې راشي او ښار ته د کترينه کېف د راتګ خبر ورته راوړي. په (زيرو) فلم کې کترينه کېف د (ببيتا کمار) په نوم د يوې نوموتې ستورې رول لوبولى دى. شاه رخ خان د وړوکي قد او انوشکا شرما بيا د يوې ساينټسټې په توګه پکې راڅرګنده شوې ده.

په ټولنيزو رسنيو باندې کترينه کېف، شاه رخ خان، انوشکا شرما او نورو زيات شمېر ستورو هم دا سندره خپره کړې ده او ورسره يې ليکلې ده، چې ببيتا کماري د خپل حسن سره راغله.

دا لومړۍ سندره نه ده چې کترينه کېف پکې نڅا کړې او خلکو خوښه کړې ده، بلکې له دې مخکې هم کترينه کېف په ځينو فلمونو کې، لکه اګني پت، تيس مار خان او نورو کې ځينې سندرو کې داسې نڅا کړي، چې ټول هندوستان يې د نڅا صفتونه کړي.