fbpx

د لوبډلې تشويق ته ځم، خو بورډ مې مخه نيسي

افغان مینوال رحیم صدیقي له نیوزیلانډ څخه دا ځل غواړي راتلونکي نړیوال جام ته د ملي لوبډلې تشویق لپاره انګلستان ته ولاړ شي، خو د افغان کرکټ بورډ د ناپامۍ له امله یې په روغ لاس مخه نیول کېږي.

افغان کډوال رحیم «صدیقي» چې اصلأ د ننګرهار ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی دی او له هېواده بهر په اروپایي هېواد نیوزیلانډ کې يې پناه اخیستې اوهلته اوسېږي. نوموړی هغه څوک دی چې د شپږو کلونو راهیسې د افغان ملي لوبغاړو ترڅنګ د نولس کلنې لوبډلې د لوبو په جریان کې میدانونو ته ځي او افغان لوبغاړي ستایي. صدیقي وایي، په لومړیو درېیو کلونو کې د (۲۰۱۲ ) کال څخه تر( ۲۰۱۵ ) کاله پورې افغان لوبډلې ستایلې او یواځې به یې د افغانستان درې رنګه بیرغ  په خپل مخ باندې رسموه، میدان ته به ورتللو، خو ورځ تربلې يې افغان لوبغاړو سره مینه لا بې کچې شوه او د نیوزیلانډ ترڅنک ایرلینډ، اسټرالیا او متحده عربي اماراتو ته هم سفرونه وکړل، ترڅو په افغان لوبډلې خپله لېونۍ مینه ماته کړي.رحيم صديقي د کرکټ مينه وال (1)

نوموړي د (۲۰۱۵) کال پیل په نویو رنګونو پیل کړ، په اسټرالیا او نیوزیلانډ کې نړیوال جام پیل شو، چې رحیم صدیقي د هرې لوبې لپاره ساعتونه ساعتونه مزل کاوه او یا به د نیوزیلانډ څخه اسټرالیا ته تللو او لوبډله به یې په لوبغالي کې تشویقوله.

صدیقي وایي: ماته ته دا د ویاړ ځای و چې په یاد نړیوال جام کې په نوي شکل راتلم، درې رنګه بیرغ، تور، سور او شین رنګونو باندې به مې ځان رنګوو او نور افغانان به مې هم تشویقول چې خپله لوبډله په تودو ولولو بدرګه کړو.

رحیم صدیقي ته د کرکټ نړیوالې شورا یا د (آی سي سي ) پام هم ور واوښته او نوموړي سره یې مرکه وکړه، چې په ډېرو مسایلو یې ورسره خبرې کړې وې.

ښاغلي صدیقي خبریال ويبپاڼې ته وويل، د ( ۲۰۱۵ )م کال وروسته د (۲۰۱۷) م کال د ( ۱۹) کلنو کم عمره ځوانانو نړیوال جام مې هم وڅاره هماغه و، چې په رنګ وجود د کرېکټ نړیوالې شورا ورسره مرکه وکړه او د آى سي سي  (ICC)په عمومي فېسبوک پاڼه خپره شوه.

نوموړی زیات خوښ و چې کله یې مرکه خپره شوه، ده وویل: د مینې حواس مې له کنټروله ووتل، تل به مې افغان (۱۹) کلنه لوبډله په یاد جام کې تشویقوله، هماغه و چې تر سیمې فاینله ورسېدله.رحيم صديقي ١

رحیم صدیقي خبریال ویپاڼې ته وویل، مینه مینه ده او دغه لیونۍ مینه او تنده به د اسیا جام وروسته په راتلونکي نړیوال جام کې د رنګه وجود او درې رنګه بېرغ سره په انګلستان کې نړیوالو ته وښايم.

خپله صدیقي راته وایي: د اسیا جام د لیدلو لپاره اماراتو ته راغلم چې له نیوزیلنډ نه ورته د هوا له لارې ۱۹ ساعته مزل و، ما هغه مزل وکړ، خو د ستړیا احساس مې ونکړ او د خپلې لوبډلې د تشویق لپاره زه له نیوزیلینډ څخه اسیا ته راغلم، متحده عربي اماراتو ته راغلم، نږدې دوه اونۍ مې تېرې کړې، هرې لوبې ته لوبغالي ته تللی یم، لوبغاړي مې تشویق کړي دي.

ښاغلی صدیقي خوښ برېښي، چې د سفرونو ټول مصارف په خپله کوي، نه له چا مصرف غواړي او نه چا د مصرف پیسې ورکړي.

د کرکټ بورډ په اړه مې ترې وپوښتل چې تر اوسه درسره افغان کرکټ بورډ کومه همکاري کړې؟

د هغه ځواب دا و چې  بورډ ماسره هېڅ همکاري نه ده کړې، بلکې لا یې راته ستونزې جوړې کړي. نوموړی وایې په دې وروستیو کې راته یوه ستونزه پیدا شوې هغه دا چې زه غواړم راتلونکي ( ۲۰۱۹) کال نړیوال جام لیدلو لپاره انګلستان ته ولاړ شم او لوبډله تشویق کړم، خو څو ځل د ويزې اخيستلو لپاره د انګلستان سفارت ته لاړم، هغوى راته وېزه رانکړه، دا چې هغوى پر ما شک کاوه چې ته د بورډ کس یې څو ځل مې ځان سپین کړ، خو بیا هم ویزه نه راکوي. د سفارت وروستۍ پرېکړه دا وه چې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې نه باید تاسې خط واخلئ تر څو له دې ځای تایيد شي چې نوموړی د لوبو لیدلو لپاره ځي او بورډ همکار یا کارکونکی نه دى.رحيم صديقي ٢

صدیقي دا خبرې د زړه درده وکړې، هغه وایي څو څو ځل مې شفیق ستانکزي ته میسج وکړ، خو هېڅ ځواب نه راکوي، همداسې د بورډ نور کارکوونکو دوى ټولو سره مې خبرې شریکې کړي، خو ځواب نه راکوي. صدیقي ډېر ودردېد چې زه خو د بورډ نه یوه روپۍ هم نه اخلم یوازې یو خط پکار و.

نوموړي زیاته کړه، زه له یوه هېواد څخه بل هېواد ته د لوبغاړو تشویق لپاره ځم، دردونه تکلیفونه تېروم، کارونه پرېږدم، مصارف کوم تر څو لوبغاړي تشویق کړم، خو بورډ زما غوښتنه هېڅ نه اخلي او له څو اونیو راهیسې هېڅ ځواب نه راکوي. نوموړي د بورډ پر اجرایه ریيس شفیق ستانکزي تور ولګاوه چې ما ته په لوى لاس ځواب نه راکوي او غواړي چې صدیقي انګلستان ته ولاړ نه شي.

د رحیم صدیقي وروستيو موضوعاتو په ټولنیزو شبکو کې د کرکټ بورډ پر ضد د ډیری افغانانو غبرګونونه راپارولي، خو د افغانستان کرکټ بورډ هېڅ مسوول تراوسه پورې د رحيم صديقي په تړاو هېڅ نه دي ويلي.

مرکچي: خان وزير عابد