The news is by your side.

 د جګړې خبرداری

خبریال ویب پآڼه/ افغان ولسمشر په خپلو تازه څرګندونو کې افغان ځواکونو ته ویلي که طالبان جګړه کوي نو تاسو هم باید ورته چمتوالی ونیسئ تراوسه پوري طالبانو د جګړې څخه د لاس اخستلو څه نه دي ویلي نو حتمي به جګړې زور اخلي.

له تیر اختریز اوربند را وروسته د طالبانو او افغان پوځیانو ترمنځ په ګڼو ولایتتونو کې نښتې روانې دي افغان ولسمشر په ولایتونو کې د قول اردوګانو له قوماندانانو سره په خبرو کې ویلي که طالبان جګړه کوي تاسو يې هم ځواب ورکړئ.

د ولسمشر په وینا چې افغان ځواکونه د هېواد او خلکو ساتوونکې دي ځکه لازمه ده چې باید دوی د طالبانو په مقابل کې و دریږي او د هغوی د جګړې کولو په وړاندې خپل چمتوالی ولري.

په ورته وخت کې د قول اردو ګانو قوماندانانو ویلي که چیري طالبان اوربند ته دوام ورنکړي او جګړه وکړي نو د دوی له لوري به د افغانستان په هره سیمه کې وځپل سي.

تراوسه پوري په زیات شمېر ولایتونو کې د جګړو لوړ تهدیدات موجود دي له کندوزه راپورونه وايي چې طالبان یو ځل بیا پر دې ولایت د برید کولو تابیا نیسي او داسې اوازې یې اچولې چې پرې برید کوي خو افغان ځواکونه هم د دوی سره د مقابلې او جګړې لپاره لازم چمتوالی لري.

د طالبانو له لوري د کوچني اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند ترسره سو چې له هغه وروسته افغان حکومت او نورو نهادونو له طالبانو د اوربند د اوږدیدو غوښتنه وکړه خو طالبانو وویل چې اوربند نه بلکې جګړې کولو ته دوام ورکوي.

هغوی وویل د اوربند د اوږدیدلو وخت نه دی دوی په جګړه کې دي او خپلې جګړې کولو ته دوام ورکوي چې ورسره سم تیره شپه په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې رامنځ ته سوې.

تراوسه پوري داسې راپورونه ورکول سوي چې د ترکیې غونډې لپاره طالبان راضي سوي او په دې کنفرانس کې به ګډون کوي ولې تراوسه پوري د دې کنفرانس د جوړیدلو کومه نېټه نه ده په ډاګه سوې د افغان سولې خبرو لپاره هڅې  روانې دي ترڅو په افغانستان کې د نا امنۍ او وژنو کچه کمه کړي خو تراوسه د سولې څرک ورک دی

Comments are closed.