The news is by your side.

افغان دولت پر طالبانو د بندیزونو او فشارونو غوښتنه کړې

خبریال ویب پاڼه/ د افغانستان ملي امنیت سلاکار حمد الله محب د طالبانو له لوري سولې ته نه راتګ په هکله د چین بهرنیو چارو وزیر سره خبرې کړې او له ملګرو ملتونو يې غوښتي چې پر دې ډله فشارونه زیات کړي.

د افغانستان د ملي امینت سلاکار حمد الله محب په یوه ټلیفوني مکالمه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ سره د افغان سولې او طالبانو په هکله ږغیدلی او غوښتنه يې کړې چې طالبان دي سولې کولو ته حاضر سي.

محب ویلي د طالبانو له لوري سولې ته د غاړې ايښودلو په برخه کې ملګري ملتونه باید له بندیزونو نیولې تر نورو فشارونو پوري پر طالبانو رامنځ ته کړي ترڅو سولې کولو ته غاړه کښېږدي.

هغه ویلي سولې ته د راتګ په برخه کې د چین شتون هم ګټور دی او په دې برخه کې چین کولای سي چې ښه رول ولوبوي.

چین هم له خپله اړخه د افغان سولې په برخه کې دهراز همکارۍ ډاډ ورکړی او زیاته کړې يې ده چې چین ازاد خپلواک او مقتدر افغانستان غواړي.

چین او افغانستان ترهه ګري یو ګډ او لوی ګواوښ وباله او زیاته يې کړه چې د دې پدیدې پر ضد به په ګډه سره او یوځای مبارزې ته دوام ورکوي.

که څه هم تراوسه پوري مالومه نه ده چې د سولې خبرې به کومه نتیجه ورکړي یانه خو په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري د سولې خبرو لپاره شین څراخ یو هیله بخښوونکی خبر کیدلای سي دې ډلې منلې چې د ترکیې راتلوونکې کنفرانس کې به ګډون کوي خو د سولې خبرو او د سولې وروستۍ پریکړه به دوحه کې ترسره کیږي.

د طالبانو له لوري د دې اقداماتو ترڅنګ دا مهال د افغانستان په یو زیات شمېر ولایتونو کې  نښتې بل هغه لوی لامل دی چې پر دې ډله او سولې روان بهیر شکونه پیدا کوي او خلک د خپل راتلوونکې او حالاتو په هکله اندېښمن کوي.

افغان دولت له همدې امله له ملګرو ملتونو غوښتي چې پر طالبانو بندیزونه و لګوي او فشارونه پرې زیات کړي ترڅو هغوی له مجبوریته راسي او د سولې بهیر څخه په استفادې د افغانستان د سولې او سوکالۍ پر لور قدمونه واخلي

Comments are closed.