The news is by your side.

افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی

خبریال وېبپاڼه / افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی. د ټولو افغانانو دنده ده چې بايد ټول دهيواد دابادي اوسمسورتيا لپاره یوه اوبل ته لاسونه ورکړي او په دې لاره کې هلې ځلې وکړي . موږ ټول مکلف يو چې دسولې دتامينولو ، دثبات د ټينګښت او دافغانستان دابادۍ په لاره کې کار وکړو او اجازه ورنه کړو چې زموږ دخلکودښمنان زموږ دهيواد حالات ګډوډ کړي اوزمونږ افغانانو په سرنوشت بیا هم دتیر په شان لو بی وکړي او افغانان په مختلفو نومونو سره جلا او دیوه اوبل په مقابل کی یی استعمال او دخپلو ګډو په خا طر یی په جنګ واچوي .دافغانانو تر مینځ دملی یووالی ، پوره اتحاد او ملی تفاهم هر اقدام ته باید ټول افغانان په ښه نیت ، خلاصو سترګواوورین تندي لبیک ووایی او ددغسی نیکو اقداماتو دتطبیق په خاطر هر افغان په خپل نوبت خپل ایمانی او وجدانی مسولیت سرته ور سوی> دساړه جنګ ددوران تیری شخصی عقدX،اختلافونه،ژبني ،قومي اومنطقوي توپیرونه یوه طرف ته پریږدئ او د روښانه اینده په باب ژور فکر باید وشي.
دا اوس هم یو شمېر کړۍ او اشخاص اخته دي او په یوه او بله طریقه د ملي وحدت د زیانمنولو هڅې کوي، چې یوه بېلګه یې تېره شپه د پنجشیر ولایت له یوې درې د حمیدخراساني په نوم د یوه لنډه غر لخوا، چې د حکومت دننه ملاتړ لري، له دغه ولایته د کوچیانو شړل دي. دا کار نه یوازې دا چې یوه قوم ته سپکاوی دی، بلکې د ملي وحدت د زیانمولو ناکامه هڅه ده، چې هېڅ ښه عواقب به ونه لري. پکار خو دا ده چې په دې حساس پړاو کې ټول خلک، بنسټونو او کړۍ د ملي وحدت د تامین لپاره کار وکړي، څو د سولې لپاره اجماع پیاوړې او دایمي ثبات ته ورسېږو، نه دا چې د مغرضه کړنو له لارې ملي یووالی زیانمن شي. زمونږ بدبختی په جلا والي او توپیرونو کې ده،تر څو چې مونږ ټول افغانان په خپل منځ کې په پوره اخلاص او پاکو نیتونو په یوه اوبل اعتماد ونه کړو او دیوه اوبل احترام ونه کړو،دشخصي ګټو او بی ځایه غرور ،ځان غوښتنې او قوم غوښتنې څخه تیر نه شو ورځ به مو تر دغه موجوده حالاتو نوره هم خرا به وي او وخت به مو له لاسه ور کړي وي. د دې پر ځای چې د ملي یووالي د زیانمنولو هڅه وشي، باید دملي روغې جوړې پروسې ته کار وشي او دافغانستان خلګ نور ددغسی بیځایه او بی نتجو لیکنواوتبصرو په اساس له تشویش سره مخا مخ نه کړو.

Comments are closed.