The news is by your side.

که طالبان جګړه خوښه کړي څه به ورسره وسي؟

خبریال ویب پآڼه/ داسې فکر کیده چې د امریکایي ځواکونو  وتلو وروسته افغانستان پر رډ میدان پاتیږي او یوازي به یې هغه څوک مالک وي چې زور ولري خو امریکا له خپلو وتلو وروسته بیاهم د افغانستان پر راتلوونکې تمرکز زیات کړی.

طالبانو ته نړیوال افغان دولت او امریکا هر وخت وړاندیز کوي چې راسي او د سولې خپلولو له لارې د افغان دولت سره پر راتلوونکې نظام او نورو مواردو خبرې وکړي خو طالبانو تراوسه یوازي یو انتخاب چې جګړه کول دي غوره کړی.

نن د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد طالبانو ته په ډاګه وویل داسې  نه ده چې تاسو به بیرته کابل نیسي او که چیري تاسو لاهم جګړو ته دوام ورکړي نو له بندیزونو سره به مخ او په نړیواله کچه به منزوي سئ.

له دې څخه داسې ښکاري چې امریکا  له خپلو وتلو وروسته بیاهم دلته کنټرول او د دې دولت دوام غواړي که څه هم دوی وايي اوس له افغانستانه وزي خو بیاهم د دې هېواد دلته شته ګټې هغوی له خطر سره نه مخ کوي.

څو انتخابه دي امریکا به فکر باندې وکړي؟

که څه هم دا ښکاره خبره ده چې طالبان به یوازي د سولې خبرې ټاکي او له دې لارې به جګړې ته د پای ټکی ږدي خو که چیري و نه منل سي نو ښايي څو انتخابه د دوی په وړاندې  امریکا وکاروي چې لومړی يې نړیوال فشارونه دوی به د خپل لوري او نورو هېوادونو په لاس فشارونه وارد کړي او طالبان به مجبوره کړي خبرې وکړي دویم انتخاب بندیزونه دي طالبان اوس هم له بندیزونو سره حساسیت لري او که چیري نور بدنیزونه پرې ولګیږي نو ښايي چې ځان سم او سولې ته را وګرځي.

په دریمه ټاکنه کې لکه عراق کې اوباما وکړل هم شونتیا سته چې د حالت د ډیر خراب والی او دولت نسکوریدلو پر مهال ښايي افغانستان او نړیوال لازمه وګڼي چې بیرته نړیوال ځواکونه افغانستان ته را وغواړي او یوځل بیا له طالبانو سره جګړه وکړي، خو دا درې ټاکنې هغه وخت لازمې دي چې طالبان سرزوري او له اصولو خلاف خپلې اوسنۍ جګړې ته دوام ورکړي تراوسه پوري که څه هم طالبانو نه غوښتل د سولې خبرو ته ستانه سي خو په دې وروستیو کې یې د مصالحې لپاره د شنه څراغ په ورکولو سره هیلې پیدا کړې دي.

د خلیلزاد خبرداری او پر طالبانو يې اغیز؟

خلیلزاد په خپلو نویو څرګندونو کې  له ګواښونو کار اخیستی او دا ډله يې ګواښلې که چیري جګړو او بریدونوته نو له سختو انتخابونو سره به مخ سي، ده وویل داسې فکر کول چې طالبان به کابل ونیسي غلط دی او دا ډله که چیري خپلو بریدونو ته دوام ورکړي نو له بندیزونو ا انزوا سره به مخ سي.

طالبان به څه وکړي؟

طالبان اوس هوښیار سوي  او په ښکاره نړیوالو ته دا ښکاره کوي چې دوی زیات تغیر کړی او د نوې نړۍ سره هممهاله قدم واخلي ترڅو خپلو موخو او ټاکل سویو موخو ته ځان ورسوي.

دوی غواړي لومړی ټول واک او ډیر ژر ترلاسه کړي خو داسې هم نسي  کیدلای طالبانو په دې وروستیو کې پر ګڼو ولایتونو بریدونه وکړل او غوښتل یې چې د سولې لپاره یوڅه پیدا او یاهم ځینې ولایتونه ونیسي دوی په بغلان میدان وردک او هلمند کې درانه بریدونه وکړل چې په پایله کې يې ویل کیږي دوی او ملکي افغانانو ته درانه تلفات واوښتل خو طالبانو د پام وړ داسې  کار ونکړ چې  د خلکو پاملرنه ور واوړي او یاهم د دې ډلې قوت په ګوته کړي دوی اوس مجبوره دي سولې ته به تګ کوي او د خبرو لاره به انتخابوي خو تراوسه په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي

Comments are closed.