The news is by your side.

طالبانو د لغمان دولت شاه ولسوالي ونیوله

خبریال وېبپاڼه / وسله والو طالبانو له څو ورځو محاصرې او جګړو وروسته د لغمان ولایت دولت شاه ولسوالي ونیوله.

د سیمې سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې طالب ترهګرو له پرون ماښام راهیسې په دغې ولسوالۍ جګړه شدیده کړه او نن سهار وختي یې له افغان ځواکونو ونیوله.

د سرچینې په وینا، په دې پېښه کې امنیتي ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده، چې کره شمېر یې تر اوسه مالوم نه دی.

سرچینه همدا راز زیاتوي چې په دغو جګړو کې عامو خلکو ته هم مالي او ځاني زیان اوښتی دی.

د لغمان والي بیا وایي چې له دې ولسوالۍ سرتېرو شاتګ کړی دی او اوس یوې امن سیمې ته تللي دي.

خو امنیتي سرچینې بیا وایي چې له مرکز د مرستې نه رسېدو له امله هلته مېشت سرتېري اړ شوي چې طالبانو ته تسلیم شي او ولسوالي ورته پرېږدي.

د لغمان د ولایتي شورا غړي بیا وایي چې لغمان ورځ تر بلې د سقوط لور ته روان دی او په الینګار ولسوالۍ کې هم ګڼې پوستې طالبانو ته تسلیم شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو او حکومت د کوچني اختر په دریو ورځو کې اوربند کړی وو او تر هغه وروسته یې بیا جګړې پیل کړې.

هلته بیا امریکا طالبانو ته کوته څنډلې چې که جګړې کمې نه کړي، نو دوی به بېرته په افغان جګړه کې ښکېل شي او طالبانو ته به اجازه ورنه کړي، چې ترهګرۍ بیا فعاله کړي.

Comments are closed.